ایران کې د "بي بي سي خبریالان" نیول شوي

بي بي سي فارسي
Image caption بي بي سي پر ایراني چارواکو تور پورې کړی، چې په دا ډول ترهوونکي سیاست سره د بي بي سي کار کوونکي ترهوي.

د ایران نیمه حکومتي رسنۍ مهر ویلي، چې یو شمېر کسان په دغه هېواد کې د بي بي سي له فارسي څانګې سره د تړاو په تور نیول شوي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوو کسانو په ایران کې بي بي سي فارسي ته خبرونه راغونډول، ایراني خبریالان یې ګمارل او روزنه یې ورکوله.

دوی دا هم ویلي چې دغو کسانو له بي بي سي سره همکاري کوونکو کسانو ته له هېواده په وتلو کې مرسته کړې ده.

خو بي بي سي په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې په ایران کې د بي بي سي لپاره هېڅ کوم کار کوونکی خبریال نه شته.

په ویناپاڼه کې راغلي چې، په دې نیونو سره د هغو کسانو لپاره اندېښنې ډېرې شوې، چې د خبریالۍ په برخه کې کار کوي او د وینا په ازادۍ باور لري.

"د ترهولو تورونه"

بي بي سي پر ایراني چارواکو تور پورې کړی، چې په دا ډول ترهوونکي سیاست سره د بي بي سي کار کوونکي ترهوي.

ویناپاڼه وايي، ایران د بي بي سي فارسي برخې د ځینو کار کوونکو هغه کورنۍ ګواښي، چې په ایران کې دي.

بي بي سي ویلي، ایراني چارواکي ددغو خبریالانو کارونه په دقیقه توګه څاري او نژدې خپلوان یې په ایران کې نیسي.

د بي بي سي عمومي مدیر مارک ټامسن د تېرې جمعې په ورځ وویل، ایراني چارواکي د بي بي سي ایراني خبریالانو پروړاندې "له تاوتریخوالي ډک چلند" کوي.

ښاغلي ټامسن دفارسي برخې د یوې کارکوونکې خور تېره میاشت په ایران کې ونیول شوه، او د تهران زندان ته یووړل شوې ده.

مارک ټامسن دا هم ویلي چې پر فېسبوک وېبپاڼې د ایراني خبریالانو برېښنالیکونه څارل کېږي او ډېر کله یې د غلا کولو او جاسوسۍ هڅې کېږي.

د بي بي سي فارسي برخه کې کار کوونکي وايي چې دوی د ایراني سیاست له لوري تل ځورول کېږي، او خپل هېواد ایران ته په ستنېدو زړه نه ښه کوي.

په بي بي سي فارسي برخه کې اېډیټر ابراهیم خلیلی وايي، کله چې کار کوونکي د خپلو دوستانو د لیدو هوډ وکړي، نو د ایران یوه ګاونډي هېواد ته ځي، او هلته په پټه له خپلوانو سره ګوري.

نوموړی وايي، دا دا کار ځکه کوي، چې ایران ته یې خپلوانو تر ستنېدا وروسته ونه نیول شي.

د ویلو ده چې د برتانیا او ایران ترمنځ دپلوماتیک اړیکي د ایران د اتومي لانجمنې مسالې پر سر په دې وروستیو کې ډېر ترینګلي شوي دي.

ورته مطالب