امريکا په دمشق کې خپل سفارت وتاړۀ

سوريه
Image caption د روسيې او چين له لورې د امنيت شورا کې ويتو ته د سوريې حکومت پلو خوښي وکړه خو برتانيا وغندله

امريکا په سوريه کې د تاوتريخوالي د ډېرېدو په اړه تر نويو خبرونو وروسته، په دمشق کې خپل سفارت وتاړه او ټول امريکايي ډېپلماتان له هغه هيواده ووتل.

دا خبر پر داسې مهال خپور شوى چې ويل کېږي حکومتي پوځونو د پاڅونکوونکو پر مهم مرکز- د حمص پر ښار د توغنديو، هاوانو او نورو درنو وسلو گوزارونه ډېر کړي دي.

مخالفين وايي بمبارۍ دومره سختې دي چې په تېر مارچ کې د پاڅون له پيل راهيسې يې سارى نه و. لږ تر لږه د ١٥ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړى چې ځينې يې پر يوه سارايي روغتون د گولۍ په لگېدو کې وژل شوي دي.

د ښار يوه اوسېدونکي نن سهار پر ټېلېفون له بي بي سي سره خبرې درلودې او مخکې له دې چې ليکه يې ناڅاپي پرې شي، له نړيوالو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

مخالف اعتراضيان وايي چې پر حمص ښار چې په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم په وړاندې د مقاومت مهم مرکز دى، په درندو گوليو ويشتل کېږي.

د دغه ډول تاوتريخوالي د پايته رسولو لپاره د عربي ټولنې طرحه، د ملگرو ملتو په امنيت شورا کې د چين او روسيې په ويټو، له ماتې سره مخامخ شوه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگى لاوروف په بحرين کې د خبرو پر مهال، وويل چې حکومت يې لا هم د عربي ټولنې د دغه نوښت ډېرې برخې مني.

د انځور حقوق

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيگ پر روسيې او چين سخته نيوکه وکړه چې پر سوريې يې د ملگرو ملتونو امنيت شورا کې پريکړه ويتو کړه.

ښاغلي هيگ وويل دا د سوريې له خلکو سره جفا ده.

په لندن کې پارلمان ته په يوۀ بيان کې د بهرنيو چارو وزير وويل برتانيا به د سوريې د کړکيچ سوله ييز حل ته هڅې زياتوي چې نړيوال ايتلاف ورته جوړ کړي.

ورته مطالب