درو هندي وزیرانو د لوڅو ویدیو کتلو له کبله استعفا ورکړه

لکشمن سوادي د انځور حقوق
Image caption په تورنو وزیرانو کې پر لکشمن سوادي سربېره د معلوماتو ا وټکنالوژۍ وزیر کرشنا پالیمر هم استعفا وړاندې کړې ده.

د هندوستان په حنوبي ایالت کرناټک کې درې وزیرانو وروسته له هغه استعفا وکړه، چې پر دوی تور پورې شو، چې په ایالتي اسمبلي یا مجلس کې یې لوڅه ویډیو کتلې ده.

په دغو کې یوه وزیر د ماشومانو او ښځو د پرمختګ مسوولیت په غاړ درلود.

سیمه ییز دولتي تلویزون یو وزیر پر داسې مهال ښکاره کوي چې غونډه روانه وي او دی په خپل ګرځنده ټیلې فون کې ویډیو ګوري او بیایې له خپلو ملګرو سره شریکوي.

درې واړه وزیرانو پرې لګول شوي تورونه ر دوي.

یوه هندي سیمه ییز تلوېزیون د لشکمن سوادي انځور ښودلی، چې په خپل ګرځنده تیلې فون د بربنډو ښځو وېدیو ګوري او بیا یې له خپل ملګري او د ښځو او ماشومانو د چارو له وزیر سي سي پاټیل سره شریکوي.

یو بل وزیر کریشنا پالیمر هم پخپل تیلې فون دا وېدیو کتلې او تورن شوی دی.

ددغو وزیرانو له تورنېدو وروسته ددوی مخالفو ډلو د وزیرانو د استعفا غوښتنه کوله.

ښاغلي سوادي وویل: ''ما له خپلې دندې استعفا وکړه.''

د پېښې په اړه د پلټنې امر شوی دی.

سوادې د تېرې سه شنبې په ورځ وویل ''ولې استعفا وکړم؟ هغه وېدیو چې ما وکتله، د یوې ښځې وه، چې څلورو کسانو تېرې ورباندې وکړ. دا د فحاشۍ وېدیو نه وه.''

خو د ښځو او ماشومانو چارو زیر سي سي پاټيل خبریالانو ته وویل: ''موږ هومره هم بې کلتوره نه یو چې د فحاشۍ فلمونه دې وګورو.''

خو د چاپېریال ایالتي وزیر ښاغلي پالیمر بیا ویلي، چې بې ګناه دی، او پوښتنو ګروېږنو ته چمتو دی.

ورته مطالب