د سوريې په حمص ښار کې تاوتريخوالى روان دى

سوريه
Image caption د سوريې په درېيم لوى ښار کې ټانکونه او شوبلې ليدل کيږي

په سوريه کې فعالان وايي د دغه هېواد په درېيم لوی ښار حمص کې د تاوتريخوالي او زورزياتي په تازه پېښو کې نژدې ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د سوريې د واکمن نظام امنيتي ځواکونو د حمص پر ځينو برخو کې د ټانکونو، توپونو او توغنديو بريدونه کړي دي.

حکومت پر مخالفو وسله والو ډلو تور لګويدغه بريدونه او بمی چاودنې دوی کوي. د ګاونډي لبنان له پلازمېنې بيروت نه د بي بي سي خبريال جيم ميور په خپل راپور کې وايي.

باباعمرو د حمص هغه برخه چې جګړه په کې ده، د تازه تاوتريخوالي مرکزي برخه جوړوي، ژغورونکي په کې د خپلو کورونو له کنډوالو د مړيو رايستلو سره لاس او ګرېوان وو.

فعالان وايي دری کورنۍ په بشپړه توګه د هغو ډېرو کسانو ترمنځ وې چې د توپچي په وروستيو بريدونو کې مړه شوي دي.

د سوريې حکومت هوډمن ښکاري چې په حمص او د مقاومت نورو مرکزونو کې د وسله والو مخالفانو ځايونو ځپنې ته زور ورکړي.

له کله نه چې د دې يوې اوونۍ په لومړيو کې پر حمص يرغل پيل شوی، مخالف فعالان اټکل کوي چې شاخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

له بي بي سي عربي سره په خبرو کې د حمص ښار يوه اوسېدونکي هره ورځ لسګونه کسان مري او ټپيانېږي:

" هره ورځ څه د پاسه سل کسان مري او سل ټپيانېږي، او ټپيان د پاملرنې هېڅ وسايل نه لري. بمباري لا اوس هم شپه او ورځ روانه ده. ډېرې ودانۍ، دکانونو او کوڅې زيانمنې شوې، د ډوډۍ او سبو په څېر بنسټيزو خوړو ترلاسه کول سخت شوي دي"

دوی د سوريې له پولو سره نژدې هم علمياتو ته زور ورکړی، چې مخالفو جنګياليو ته په کې د قاچاقېدونکو وسلو مخنيوی وکړي.

په داسې حال کې چې اوس واکمن نظام له لوري د خلکو وژنه روانه ده، بهرنۍ نړۍ د مخ پر وړاندې تګ لپاره د لار موندنې له ستونزې سره لاس او ګرېوان ده، په تېره بيا وروسته له هغه چې روسيې او چين د ملګريو ملتونو امنيت شورا پرېکړه ليک وېټو کړ.

مخه اوس د سوريې حکومت د مخالفانو ملاتړ زياتونې پر لور ده، چې د فرقه يي کورنۍ جګړه کې د ورښويېدو چټکتيا خطر هم ورسره مل دی.

اوس ډېرې سترې مسالې شته چې د خطر نښې نښانې څرګندوي.

د سوريې نظام له راپرېځېدا سره کېدی شي د سيمې جيوپوليټکې نقشه له سره وکښل شي.

هلته به روسيه خپل تر ټولو مهم پاتې عرب ملګری له لاسه ورکړي، همداسې به له ايران سره هم کېږي، چې له عربانو بېل تګلوری لري او په لبنان کې به د حزب الله ډلې ملاتړ لپاره خپله مهمه لاره له لاسه ورکړي.

د يوې داسې سوريې شونې رامنځته کېدا چې د ډېری سنيانو ټولنې اسلام پال به پرې واکمن وي، او په ورته ډول داسې ښکاري په مصر کې هم داسې پېښېږي، وېره ده چې داسې پرمختګ به نه د لوېديځ او نه هم اسراييلو لپاره مناسب وي.

له همدې امله په داسې حال کې چې د وينې تويونې بهير روان دی، دا خبره پرله پسې پېچلې ثابته شوې چې د کړکېچ په اړه فعال او پرېکنده ځوابونه وموندل شي.

ورته مطالب