د آسیا او امریکا لویې وچې سره نښلي

د انځور حقوق Solent
Image caption د مځکپوهنې د شته علمي لاسوندونو له مخې د ځمکې ګاټی له یو شمېر کتلو یا وچو څپو Tectonic Plates نه جوړ دی.

مځکپوهانو د نېچر د علمي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې وړاندوینه کړې ده چې د آسیا، اروپا (یورېشیا) او امریکا لویې وچې به په لرې راتلونکې کې سره ونښلي او یوه ستره وچه به جوړه کړي.

د دغې څېړونکې ډلې له خولې د دې دریو لویو وچو پولې به د ځمکې د ګاټي په شمالي قطب کې سره یو ځای کېږي او هغه ستره وچه به منځ ته راولي چې دوي لا وار د مخې امېشیا Amasia نومولې ده.

څېړنه زیاتوي چې د لویو وچو په پولو کې دا بدلون به په تدریجي ډول په راتلونکو دوه سوه ملیونه کلونو کې څرګند شي.

د څېړنې له مخې د افریقا او آسترالیا لویې وچې به هم د همدې مودې په اوږدو کې په دې رامنځته کېدونکې سترې وچې ورګډېږي.

د مځکپوهنې د شته علمي لاسوندونو له مخې د ځمکې ګاټی له یو شمېر کتلو یا وچو څپو Tectonic Plates نه جوړ دی.

ټکټونیک څپې په پرله پسې توګه په خوځښت کې دي چې له پایلې یې د ځمکې د لویو وچو پولې تل د بدلېدو په حال کې وي.

باور دا دی چې د همدې ټکټونیکو تعاملاتو له کبله لویو وچو تر دې د مخه هم د خپل تاریخ په اوږدو کې پولې سره شریکې کړي دي.

د انځور حقوق
Image caption د دغې څېړونکې ډلې له خولې د دې دریو لویو وچو پولې به د ځمکې د ګاټي په شمالي قطب کې سره یو ځای کېږي او هغه ستره وچه به منځ ته راولي چې دوي لا وار د مخې امېشیا Amasia نومولې ده.

د ځینو علمي لاسوندونو له مخې په تېر کې لږترلږه درې ځلې ټکټونیکې څپې سره ورغلې دي، او سترې وچې یې جوړې کړي دي. دا سترې وچې مځکپوهان د نونا Nuna (۱.۸ بلیونه کاله د مخه)، رودینا Rodinia (یو بلیون کاله د مخه)، او پنګایا Pangaea (۳۰۰ ملیونه کاله د مخه) په نومونو پېژني. اوس مځکپوهانو د راتلونکې سترې وچې د رامنځته کېدو مهالوېش او د پولو د یو ځای کېدو سیمې هم په ګوته کړي دي. د وړاندوینې له مخې شمالي او جنوبي امریکا به د اوسني کربین سمندرګي په سیمه کې سره یو ځای کېږي، او یورېشیا (اروپا او آسیا) به د امریکا سره د کنګل شمالي سمندر په سیمه کې پولې شریکوي. یوازینۍ لویه وچه چې د امېشیا په ستره وچه نه ګډېږي هغه د انتراکتیکا لویه وچه ده، چې دا اوس هم له دې نورو لویو وچو نه لرې او شړه پرته ده. د څېړونکو دې ډلې دا وړاندوینې د هغو مقناطیسي توکو او مالوماتو پر بنسټ کړي دي چې له لرغونو پېرونو نه په راپاتې ډبرو کې ترلاسه شوي دي. څېړونکي دا وړاندوینې ډېرې دقیقې بولي. دا چې په راتلونکو دوه سوه ملیونه کلونو کې د ځمکې پر مخ په انساني ژوند کې کوم توپیرونه راځي، دا د اټکل او څېړنو جلا سکالو ده.

ورته مطالب