د حسني مبارک نسکورېدو مصر ته له تمې سره سم ټیکاو رانه وړ

حسني مبارک د انځور حقوق
Image caption مبارک د خپل عمر پر ٨٢ يم کال د قاضي مخې ته د روغتون په بستره کې راوړل کېږي.

د حسني مبارک نسکورېدو مصر ته هغه ټيکاو چې هيله يې کېده، را نه وړ.

ښاغلى مبارک پخپله تر محاکمې لاندې دى، پر دې تور چې د ځان خلاف پاڅون پر مهال يې د اعتراضيانو د وژلو حکم کړى و، هغه تور چې پخوايې لا رد کړى دى.

دى د خپل عمر پر ٨٢ يم کال د قاضي مخې ته د روغتون په بستره کې راوړل کېږي.

د تونس مخکنى ولسمشر زين العابدين بن علي لومړنى عرب مشر و چې رانسکور شو.

او دا تر ښاغلي مبارک يوه مياشت دمخه د هغو اعتراضونو نتيجه وه چې په عرب پسرلي کې يې يو په بل پسې د نسکورونو لړۍ پيل کړه.

ښاغلى بن علي اوس په سعودي کې د جلا وطنۍ شپې تېروي، خو د تونس يوې محکې په غياب کې د بيت المال پر وهلو سزا ورکړې ده.

د لېبيا د مخکني مشر ډگروال قذافي پاى بيا تر دوى ډېر خونړى و چې ياغي جنگياليو تر راگيرولو وروسته په وهلو وهلو وواژه.

د عربي نړۍ په نورو برخو کې د مشرانو برخليکونه جلا جلا شول. همدا تېره مياشت د يمن ولسمشر علي عبدالله صالح، خپل مرستيال ته د واک د لېږدولو تر هوکړې دوه مياشتې وروسته، له هېواده ووت.

دا کار تر مياشتو مياشتو اعتراضونو وروسته وشو چې په ترڅ کې يې ښاغلى صالح ټپي شوى او په بهر کې درملل شوى و. خو نور مشران له کړکېچ نه بچ شول او د بغاوت څپې يې سړې کړې.

د انځور حقوق Getty

د مراکش پاچا محمد اصلاحاتو ته غاړه کېښوده چې ځينې واکونه، په تېره بيا د صدراعظم د ټاکنې واک ترې اخلي. که څه هم د سلطنت د مشروطه کولو په وړاندې ټينگ ودرېد، خو د پراخو اعتراضونو مخه ونيول شوه چې څېړونکي يې پر ولس د پاچا د رېښتوني گراښنت نتيجه بولي.

سني ملاتړي

په بحرين کې د الخليفه واکمنه کورنۍ هم په واک کې پاتې شوه او بغاوت يې مات کړ. په سعودي عرب کې يې سني ملاتړو د حکومتي بسپنو په کارولو د هغوى دريځ ورټينگ کړ.

خو د نړۍ پام لا هماغسې پر سوريې ورټول پاتې دى چې ولسمشر بشارالاسد پکې په ډانگ پېيلي ويلي چې د ډگروال قدافي په برخليک د اخته کېدو هېڅ هيله نه لري.

ورته مطالب