الظواهري: د سوریې د پاڅونونو ملاتړ وکړﺉ

ایمن الظواهري د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي الظواهري پر مسلمانانو غږ کړی چې د سوریې د حکومت له مخالفینو سره هر راز مرسته وکړي.

د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په سوریه کې د حکومت ضد پاڅونونو د ملاتړ غږ کړی دی.

ښاغلي ظواهري په یوه ویډیويي پیغام کې د سوریې د حکومت مخالفینو ویلي چې د خپل ملاتړ لپاره پر لوېدیځو او عربي هېوادونو تکیه ونه کړي.

هغه د سوریې حکومت له سرطان سره ورته بلل او ویلي چې دغه حکومت د سوریې د خپلواک ولس د اواز بندول غواړي.

ښاغلي الظواهري پر مسلمانانو غږ کړی چې د سوریې د حکومت له مخالفینو سره هر راز مرسته وکړي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې سوریې ته له عراقه اسلامپاله جنګیالي اوړي.

امریکا ته داسې رپوټونه ورکړل شوي چې فکر کېږي په سوریې کې وروستۍ چاودنې د القاعدې له خوا شوي.

بل پلو د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په قاهره کې سره راغونډیږي او د سوریې د بحران په اړه به پر راتلونکي ګام خبرې وکړي.

تېره میاشت له سوریې څخه د عربي ټولنې څارونکی پلاوی ووت، او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې د تاوتریخوالي لپاره د حل لار هم د منلو وړ ونه ګرځېده.

خلیجي هېوادونه هڅه کوي چې یو نوی نوښت رامنځ ته کړي.

ورته مطالب