جنوبي افریقا پر بانکنوټونو د منډېلا عکس چاپوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د منډېلا له عکس سره ددغه نوي انځور د چاپېدو دقیقه نېټه لانه ده روښانه شوې.

جنوبي افريقا د خپل يوه مبارز لارښود او مخکني ولسمشر- نېلسن منډېلا درناوى، پر ټولو بانکنوټونو د هغه د انځور په چاپولو کوي.

ولسمشر جېکوب زوما د نژاد پالي رژيم له زندان نه د ښاغلي ماندېلا د خلاصېدو پر دوه ويشتم کال دغه لارښوونه کړېده. ښاغلي زوما د بانکنوټونو نوې طرحه خلکو ته وښوده او ويې ويل چې د بل کال له پيل نه به چلند ته وړاندې کېږي.

نېلسن منډیلا پوره ۲۲ کاله مخکې له بند نه خلاص شو.

نوموړي نژدې درې لسیزې په زندان کې تیرې کړې.

نیلسن منډیلا په جنوبي افریقا کې د سیاسي کړکېچ د پایته رسویو لپاره مذاکرات وکړل او په دې توګه د دغه هیواد لومړنی تور پوستی ولسمشر شو.

د ده شهرت ددې لامل شوی چې ددغه هیواد چې ښاغلي منډیلا یې په جوړولو کې مرسته کړې پر پیسو د ده تصویر چاپ شي.

د جنوبي افریقا ولسمشر جیکوپ زوما په یوې خبرې غونډې کې هغه بانک نوټونه خبریالانو ته وښودل چې د ښاغلي منډیلا تصویر پرې چاپ شوی دی:

''له دې وړوکي اقدام سره موږ د جنوبي افریقا خلک هغه چاته چې خپل ژوند یې د خپلو خلکو او وطن په خدمت کې تیر کړی او په ټوله نړۍ کې د انسانیت سبب شوی د قدردانې ژور احساس بیانوو.''

د نېلسن منډیلا هغه تصویر چې د جنوبي افریقا پر پیسو چاپ شوی د هغه مهال دی چې ښاغلی منډیلا تازه له زندان نه خوشي شوی و او مسکا یې پر خوله ده.

د جنوبي افریقا د مالیې وزیر وايي دا تصویر د دغه هیواد خلکو ته یو قوي پیغام لري:

''هغه څه چې زموږ په مخکې دي د لسیزو او یو نسل اوږد بهیر پیل دی چې زموږ خلکو ته دا وریادوي چې موږ له کوم ځایه راغلي یو. هغه خلکو څوک و چې د نننۍ جنوبي افریقا لپاره یې ډیرې قربانۍ ورکړي دي.''

په خپله ۹۳ کلن نلسن مانډیلا ددې بانک نوټونو په هکله څه څه وايي؟ د جنوبي افریقا چارواکي وايي هغه نوی بانک نوټونه خوښ کړي او په دې هکله ورسره سلا مشورې شوي دي.

په جنوبي افریقا کې د نلسن مانډیلا تصویر لرونکي بانک نوټونه به د پخوانیو بانک نوټونو ځای ونیسي خو د روان کال تر پایه به پخواني بانک نوټونه په خپل حال وي او راکړه ورکړه به پرې کیږي.

ورته مطالب