امریکايي سندرغاړې په مېلسمتون کې ومړه

د انځور حقوق
Image caption د هغې د مرگ دليل روښانه نه دى.

امريکايي مشهوره سندرغاړې ويټني هوسټن په لاس انجلس کې د خپل مېلمستون په خونه کې تر بېهوښه کېدو وروسته مړه شوې ده.

ددې ٤٨ کلنې وتلې هنرمندې سندرې په اتيايمو او نوي يمو کلونو کې د خورا ډېرو پلورل کېدونکو په ډله کې راتلې. خو په نشو له اخته کېدو وروسته سپکه شوه او غږ يې زيانمن شو.

د هغې د مرگ دليل روښانه نه دى.

دا یو ډیر ښه غږ و چې د ښځینه سندرغاړو پوره یو نسل ترې اغیزمن شوی و. داسې غږ و چې له امله یې د هغې البومونه په ټوله نړۍ کې ډیر زیات وپلورل شول.

سندرغاړې ویټني هوسټن په دې وروستیو کې په نشه يي توکو او الکولو ډېره روږدې شوه.

د هغې د مړې اعلان مازیګر له څلورو بجو دمخه وشو. له کله چې د خطر نښې څرګندې شوې روغتیايی کارکوونکي په څو دقیقو کې هغه هوټل ته ورسېدل چې سندر غاړې ویټني هوسټن پکې دیره وه خو اوبه له ورخه تیرې وې هغوی هېڅ ونشو کړای ځکه چې هغه مړه وه. د هغې د مړینې علت نه دې معلوم شوی او پولیس هم وايي چې دا یوه مشکوکه مړینه نه وه.

خو اټکلونه کیږي چې هغه په تشناب کې مړه موندل شوې او ګومان دی چې نشه يي توکو به وژلې وي. خو تراوسه په څرګنده او جوته توګه څم معلومه نه ده چې هغه څنګه مړه شوې؟

د ویټني هوسټن د سندرو بیلګې د ابراهیم امیري په دې راپور کې واورﺉ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب