برتانیا اردنی خطیب ابوقتاده په ضمانت خوشی کړ

ابو قتاده د انځور حقوق
Image caption ابو قتاده په اروپا کې د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر او بنسټګر اسامه بن لادن ښی لاس ګڼل کېده.

برتانیا د دوشنبې پر ماښام وویل چې د فلسطيني الاصله اردني اسلامپالي ابو قتاده چې په "عمر محمود عثمان" هم شهرت لري، په ضمانت خوشی کړی او له دغه هېواده یې ایستلو ته اړ کړی دی.

برتانیا ویلي چې د هغه د شړلو لپاره به له هرې ممکنه قانوني لارې ګټه واخلي.

د برتانیا د باندینیو چارو وزارت ویاندې ویلي، " ټول د ابو قتاده شړل غواړي، حکومت به له هېواده د هغه د ایستلو لپاره هره ممکنه قانوني لاره وکاروي."

ابو قتاده د برتانیا په لوېديځ لانګ مارټن زندان کې بندي و.

هغه په زندان کې له هر راز مخابراتي اسانتیا محروم وو.

د برتانیا قضا په روانه فبرورۍ کې د ابوقتاده د خوشي کولو پرېکړه وکړه، چې د حکومت د ننه دې پرېکړې تند غبرګونونه راوپارول.

ابو قتاده په اردن کې له مطلوبو کسانو دی، چې په غیاب کې د ۱۹۹۸ کال په دوو بریدونو کې د لاس لرلو په تړاو پړ خېژول شوی دی.

ښی لاس

ابوقتاده په اروپا کې د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر او بنسټګر اسامه بن لادن ښی لاس ګڼل کېده.

نوموړی په ۱۹۹۳ کال برتانیا ته د پنا اخیستو په بهانه ولاړ خو له تېرو شپږو کالو راهیسې په زندان کې وو.

ورته مطالب