وارثي: په عامه ژوند کې دین ستر رول لوبوي

بارونا وارثي د انځور حقوق
Image caption بارونا وارثي د برتانیا په کابینه کې لومړنۍ مسلمانه وزیره ده.

د برتانیا د محافظه کار ګوند مشرې ویلي چې برتانیا د "سخت دریځه سیکولریزم" تر ګواښ لاندې ده.

بارونا وارثي دا څرګندونې واتیکان ته د خپل سفر پرمهال کړې دي.

هغې دا هم ویلي چې دین په عامه ژوند کې ستر رول لوبوي.

"ډيلي ټیلګراف " ورځپاڼې ته بارونا وارثي په یوه مقاله کې ویلي، چې دین ته پام کم شوی دی.

نوموړې واتیکان ته د برتانیا او واتیکان ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو د دېرشم تلین د لمانځنې پرمهال تللې ده.

نوموړې د پاپانو اکاډیمۍ مخې ته په وینا کې پر اروپا غږ وکړ چې "پرخپل مسیحیت دې ډېر ټينګ نه درېږي. "

بارونا وارثي وايي، په ټولنه کې د "سخت دريځ لادینیت" د واکمنۍ یوه بېلګه دا ده چې پر حکومتي ودانیو دیني نښانونه نه پرېږدي او حکومت باید دیني مدرسې تمویل نه کړي.

بارونا وارثي د برتانیا په کابینه کې لومړنۍ مسلمانه وزیره ده.

ورته مطالب