ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی

Image caption د بلوچستان اعلی وزير دا ګام د بلوچستان انتخابي حکومت ته سپکاوی بللی.

د پاکستان لومړي وزير یوسف رضا ګېلاني ويلي د بلوچستان د ستونزې په تړاو د امريکا په ملي شورا کې د لايحې وړاندې کول د پاکستان پر يووالي له بريد سره برابر دی.

د پاکستان حکومتي اژانس وايي د شنبې په ورځ له رسنیو سره د خبرو پر مهال ښاغلي ګېلانی ويلي چې 'موږ په ټينګه د دا وړ اقدام غندنه کوو او دا د د يووالي پر وړاندې لويه سرغړونه ده.'

د امريکا ملي شورا د جمعې په ورځ يوه لايحه وړاندې کړې چې په کې ويل شوي بلوڅان ځانته د يوه ازاد هېواد لرلو حق لري.

د پاکستان د لومړي وزير ترڅنګ د بلوچستان اعلی وزير هم په پراخه کچه د دغې لايحې غندنه کړې ده.

ده د شنبې په ورځ له يوه ځايي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي چې د امريکا دا اقدام د پاکستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په مانا ده.

د بلوچستان اعلی وزير دا ګام د بلوچستان انتخابي حکومت ته سپکاوی وباله.

د خيبر پښتونخوا ایالت هم په يوه پرېکړه ليک کې د امريکا په ملي شورا کې د بلوچستان په اړه د لايحې وړاندې کول د پاکستان د خپلواکۍ پر ضد بللي دي.

د خېبر پښتونخوا د ايالتي اسمبلۍ یوه غړي جاوېد عباسي بي بي سي ته ويلي دا سمه ده چې په پاکستان کې له بشري حقونو سرغړونه کېږي، خو دوی بل هېواد ته دا اجازه نه ورکوي چې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي:

Image caption بلوڅان له تېرو څو کلونو راهيسې له پاکستان نه د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره جنګېږي.

"دا سمه ده چې په پاکستان له بشري حقونو سرغړونه کېږي او خلک خوښ نه دي، خو نورو ته د مداخلې اجازه نه ورکول کېږی. که دا ډول اقدام پخپله بلوڅ مشرانو کړی وای، نو موږ پرې اعتراض نه درلود، خو د بهرنيو هېوادونو دا ډول هڅې به ناکاموو."

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم پر دغې لايحې نيوکه کړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط ويلي چې 'دا لايحه د ځانګړو موخو لپاره وړاندې شوې چې په خبره يې پر ناپوهۍ او له حالاتو په بې خبرۍ ولاړه ده.'

په امريکا کې د وړاندې شوې لايحې له مخې بلوڅان په تاريخي ډول د خپلواکۍ حق لري، ځکه په پاکستان کې له بلوڅانو سره زور زياتی کېږي او پرته له عدالته وژل کېږي.

په لايحه کې ويل شوي 'بلوڅان ازاد دي، هغوی بايد يو خپلواکه هېواد ولري او دوی ته بايد چانس ورکړل شي چې خپله پرېکړه وکړي.'

تر دې وړاندې هم د امريکا په کانګرس کې یوه غونډه شوې وه چې د نورو ترڅنګ يو شمېر بلوڅ مشران هم وربلل شوي وو. هغه مهال هم پاکستان د دغې مخالفت کړی وو.

ورته مطالب