"د قرانکريم د نسخې سوځوونکي به محاکمه کيږي"

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption نن د قرانکريم د سپکاوي پرضد مظاهرو کې لږ ترلږه اته کسان وژل شويد ي

د افغان حکومت لخوا د بگرام په امريکايي اډې کې د قرانکريم دنسخو د سوځولو د پېښې لپاره پلټونکي پلاوي ويلي دي ناټو ورسره ژمنه کړې ده چې دد ې پېښې عاملين به څومره زر چې امکان ولري په پرانستې محکمې کې محاکمه کيږي.

د حکومت او ولسي جرگې لخوا ټاکل شوو پلاوو د ناټو چارواکو سره ليدنې وروسته خپلو موندونو کې چې د ولسمشرۍ دفتر ديوې اعلامېې په توگه خورې کړې دي دا هم ويلي دي "چې افغان حکومت بايد زر ترزره د بگرام د زندان مسوليت ترلاسه کړي چې په دې ډول راتلونکې کې د داسې پېښو مخنيوى وشي".

اعلامېې کې له افغانانو هم غوښتل شوي دي چې افغانستان کې روانې امنيتي وضعې ته په پام سره لۀ زغم نه کار واخلي او له احتجاجونو تېر شي چې د اعلامې په ټکو دښمنانو ته ددې موقع څخه د گټې پورته کولو چانس برابر نه شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي حکومتي پلاوى د بگرام اډې کې دقرانکريم د نسخو د سوځېدو او بيا د مظاهرو په تعقيب د پېښې د پلټې لپاره دا پلاوى گومارلى وو.

دهيئت مشري د عالمانو شورا

غړى مولوي محی الدین بلوچ کوله، او مولوي خالقداد، د حج او اوقافو وزارت معین عبدالحکیم منیب او ددې وزارت د علمي ټولنې رئیس مفتي حجت الله نجیح ېې غړي وو.