گيلاني: افغان مخالفان دې د سولې بهير کې برخه واخلي

د انځور حقوق bbc
Image caption افغان ولسمشر پاکستان ته خپل وروستي سفر کې له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان دې خبرو ته ورسره کښېنوي

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني له طالبانو او د حزب اسلامي او حقاني شبکې په ګډون له نورو افغان حکومت مخالفو ډلو غوښتي دي چې د سولې په بهیر کې برخه واخلي او په افغانستان کې ١٠ کلنې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

نوموړي دا څرګندونې د افغان ولسمشر حامد کرزي په ځواب کې کړې دي چې له پاکستانه یې غوښتي و پر طالبانو له خپل اغیزه کار واخلي او هغوی سوله ایزو خبرو اترو ته وهڅوي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان لومړی وزیر پر طالبانو غږ کوي چې د افغانستان له حکومت سره خبرو اترو ته کیني.

یوسف رضا ګیلاني په یوه اعلامیه کې وایی له طالب مشرانو او نورو افغان حکومت مخالفو وسله والو ډلو نه د زړه له کومې هیله کوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو او سولې او ارامۍ د راتګ لپاره له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کیني او خپل هیواد ته سوله او ثبات ور په برخه کړي.

پاکستاني لومړي وزیر زیاته کړه افغاني او اسلامي دودونو ته په درناوي باید افغانان په خپلو کې سره کیني او هیواد له بحرانه وژغوري.

څه موده وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال له پاکستاني مشرانو وغوښتل چې له طالبانوسره د سولې په خبرو اترو کې ورسره مرسته وکړي.

طالبان له افغان حکومت سره له هرډول خبرو اترو ډډه کوي خو په قطر کې یې له متحدو ایالتونوسره تماسونه ټینګ کړي دي.

د پاکستان لومړی وزیر وایی خپل ټول وس به وکړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو اوسوله یز بهیر ته لاره هواره کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد په خپل هیواد کې د طالبانو د مشرانو شتون ردوي او وایی پر هغو اغیز نه لري.

طالبانو او نورو مخالفو ډلو لا په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښوولی.

اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان ولسي حکومت به پرطالبانو څومره اغیز ولري؟

په تیرو وختونو کې کابل تل تور لګاوه چې د پاکستان پوځي کړۍ د طالبانو ملاتړ او پلوي کوله.