واشنگټن او اسلام اباد د ترينگلو اړيکو په ښۀ کولو لندن کې وغږېدل

د انځور حقوق bbc
Image caption په مومندو کې د پاکستاني پوځيانو له وژل کېدو وروسته دا د دواړو بهرنېو چارو د وزيرانو ترمنځ لومړنۍ غونډه وه

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن له خپلې پاکستانۍ سيالې حنا رباني کر سره په لندن کې وکتل.

د دواړو هيوادو کړکېچن اړيکي درې مياشتې دمخه هغه مهال نور هم خراب شول چې ناټو د پاکستان ٢٤ پوځيان کونړ ته نژدې په مومندو کې خطايي ووژل.

په غچ کې يې پاکستان په افغانستان کې ناټو ته د اکمالاتو لار وتړله او پارلمان يې له امريکا سره د ټولو اړيکو بيا څېړنه پيل کړه چې نتيجه يې بله مياشت را وتونکې ده.

هيلري کلنټن او حنا رباني کر تېره مياشت پر ټېلېفون سره غږېدلې وې، خو په مومندو کې د پاکستاني عسکرو تر وژل کېدو را هيسې دا لومړى ځل و چې دواړو مېرمنو مخامخ سره کتل.

د غونډې په پيل کې چې ايله يو ساعت روانه وه، د عکاسانو مخې ته په درېدو کې جوته شوه چې د دواړو ترمنځ دومره راښکون نشته. واشنگټن وايي چې په پاکستان کې د دوه اړخيزو اړيکو بيا څېړنې ته درناوى کوي،

خو دومره اوږدېدو يې نهيلي رامنځته کړې ده. په لندن کې دا کتنه ددې لپاره په پام کې نيول شوې وه چې د پارلمان تر ارزونې وړاندې اړيکو ته يو مثبت خوځښت ورکړي.

يوه امريکايي چارواکي وويل د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې د آغلې کلنټن ددې وړانديز هرکلى وکړ چې تر ارزونې وروسته دې څه ډول د همکارۍ چارې،

او په دې ډله کې د بهرنيو چارو وزات د يوه جگپوړي چارواکي د ورتگ چاره بيا پيل شي. تر دې وړاندې آغلې کر ويلي و چې له امريکا سره د اړيکو بېرته سمېدل به په مخ شرطونو پورې تړلي وي.

د هغې په وينا، اړيکي بايد ډېر راڼه او د اټکل وړ وگرځي.

ورته مطالب