پاکستان د اسامه مخکنی کور ړنګ کړ

ایبټ اباد کې د اسامه مخکنی کور د انځور حقوق
Image caption دا کور اسلام آباد ته په ېيوه نژدې واټن کې، په يوه پوځي سيمه کې پروت دى چې اسامه پکې له خپلې کورنۍ سره څو کلونه اوسېدلى.

په اېبټ آباد کې ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ويلي چې پاکستاني چارواکو د هغې ودانۍ ړنگول پيل کړي چې اسامه بن لادن په کې ووژل شو.

الياس خان له اسلام آباد نه په خپل رپوټ کې وايي چې د ځايي خلکو په وينا گرځبنديز لگېدلى او خلکو ته ويل شوي چې له کورونو راونه وځي.

خو ډېرئ وايي چې بولدوزرونه او غاښورې يې د اسامه بن لادن په پخواني کور کې ليدلي دي.

د ورانولو کار ماښام مهال پيل شوى دى.

دا کور اسلام آباد ته په ېيوه نژدې واټن کې، په يوه پوځي سيمه کې پروت دى چې اسامه پکې له خپلې کورنۍ سره څو کلونه اوسېدلى دى.

دى تېر پسرلى د امريکا په پټو عملياتو کې وموندل شو او ووژل شو.

دې کار پاکستان کلک وشرماوه چې د نړۍ د خورا لوى فراري په موندلو کې د نه لاس کولو تور پرې لگېده.

د امريکا دغه يو اړخيز عمليات د اوباما د حکومت لپاره يو لوى برى و، خو له پاکستان سره يې د هغې ترينگلي اړيکي نور هم و ځپل.

ورته مطالب