د اوسکار بخت: غوره ښځينه لوبغاړې

مریل سټریپ: اوسپنیزه مېرمن

مریل سټریپ د انځور حقوق PA
Image caption د هغې لومړی سینمايي فلم د جولیا په نامه دی، چې په ۱۹۷۷ کال پکې لوبېدلې ده.

شاید ټولو ته دا عادي برېښېدلې وي، چې مریل سټریپ په فلمي نړۍ کې د اوسکار جایزې ته ځان نومولی دی.

مریل اوولس ځلې د اوسکار جایزې ته ځان کاندید کړی، خو یوازې دوه ځلې یې جایزه ګټلې، چې وروستی ځل یې په ۱۹۸۲ کال د (سوفي انتخاب) په فلم کې وو.

امکان لري چې سږ کال هم هغه د هلن میرن او کالین فرت په څېر د برتانیا د سیاسي څېرو په رول کې په لوبېدو سره د اوسکار د اکاډیمۍ د غړو نظر ځانته ورجلب کړي.

او دا فرصت ومومي چې د برتانیا د مخکنۍ لومړۍ وزیرې مارګرېت تاچر په رول کې چې په اوسپنیزه مېرمن کې یې لوبولی دی، اوسکار ته ځان ورسوي.

هغې په دې رول کې د لوبېدو لپاره، د ګولډن ګلوب او بفتا جایزې وګتلې، او اوس ډېرې لرې هم نه ښکاري چې د اوسکار جایزه خپله کړي.

په ۱۹۴۹ کال د امریکا په نیوجرسي ایالت کې هغه دې نړۍ ته راغله، په ۱۹۷۱ کال په سینما کې هنري فعالیت پیل کړ.

د هغې لومړی سینمايي فلم د جولیا په نامه دی، چې په ۱۹۷۷ کال پکې لوبېدلې ده.

هغې ډېر ژر وکړای شو چې د رابرټ دونیرو (۱۹۸۷) او داستین هافمن (د کریمر پرضد کریمر، ۱۹۸۷) ترڅنګ شهرت ته ځان ورسوي، چې د لومړي ځل لپاره کریمر د کریمر پرضد جایزه یې وګټله.

د هغې له مشهورو فلمونو د مدیسن کانتي ګامونه، شیطان پرده اچوي، ماما میا او شک دي.

ګلن کلوز: البرټ نابز

د انځور حقوق
Image caption ګلن ګلوز د امریکا په کانتیکت ایالت کې په ۱۹۴۷ کال کې زیږېدلې ده، خو هنري فعالیت کې په ۱۹۸۱ کال کې پیل کړی.

شاید د فلمي هنرمندو ښځو په منځ کې د ګلن کلوز نوم هم له سټریپ وروسته د ډېرو سینمايي تماشاچیانو لپاره اشنا وي، چې د اوسکار جایزې په تمه ده.

هغه سږ کال د البرت نابز په رول کې د شپږم نوماند لپاره د جایزې مستحقه شوه.

خو وړاندې پنځه ځلې له جایزې اخیستو پرته تش لاس تللې ده.

هغې په (په نولسمه پېړۍ کې د ایرلنډۍ ښځې رول) فلم کې لوبېدلې ده، چې د نر رول یې هم لوبولی چې د شلو کالو لپاره پکې د یوه خدمتګار په رول کې کار کوي.

ګلن ګلوز د امریکا په کانتیکت ایالت کې په ۱۹۴۷ کال کې زیږېدلې ده، خو هنري فعالیت کې په ۱۹۸۱ کال کې پیل کړی.

په لومړیو فلمونو کې د لوبېدو له کبله د اوسکار جایزې ته د غوره لوبېدلې ښځې په توګه ونومول شوه.

وایولا دیویس: خدمتکار

د انځور حقوق
Image caption وایولا دیویس په فلم کې له یوې سپین پوستې (اما استون) سره صمیمانه اړیکي جوړوي.

ظاهراً په خدمتکاران فلم کې درې ښځینه لوبغاړې لوبېدلې دي، چې اوس د اوسکار جایزې په تمه دي.

په دغو ښځو کې وایولا دیویس هم ده، چې په ۲۰۰۸ کال کې هم په یوه بل فلم کې لوبېدلې ده.

په ۱۹۶۵ کال، د امریکا په جنوبي کارولینا ایالت کې دنیا ته راغله.

سینمايي فعالیت یې په ۱۹۹۶ کال پیل او لومړی د فرعي رول په توګه د فلمونو ستورې وه.

هغه د ۲۰۰۸ کال د (شک) په نامه فلم کې ښه وځلېده، چې له کبله یې د ګولډن ګلوب او اوسکار په څېر د معتبرو سینمايي جایزو ګټونکې شوه.

سږ کال بیا د خدمتکاران فلم کې اوسکار ته په تمه ده.

هغې په دې فلم کې چې داستان یې د۱۹۶۰ لسیزې د ميسي سي پي ژوند انځوروي، د تورپوستې خدمتګارې رول لري.

هغه په فلم کې له یوې سپین پوستې (اما استون) سره صمیمانه اړیکي جوړوي.

دا هغه لسیزه ده، چې د امریکا د تور پوستو او سپین پوټکو وګړو ترمنځ توپیر پالنه اوج ته رسېدلې وه.

روني مارا: د ښامار له خالوهنې سره نجلۍ

د انځور حقوق
Image caption هغې په دې فلم کې د هکر رول لوبولی دی.

د اوسکار د جایزو تر ټولو د کم عمر لوبېدلې نجلۍ ده، دغه ۲۷ کلنه ستورې د امریکا به نیویارک کې زیږېدلې ده.

دا چې فلمي فعالیت یې په ۲۰۰۵ کال کې پیل کړ؛ خو وړاندې یې د تلوېزیوني سریالونو په ځينو برخو کې فرعي رول لوبولی دی.

په کابوس فلم کې لوبېدلې، او بیا مشهوره شوه.

خو تر ټولو مشهور فلم چې هغه پکې لوبېدلې ده، د ښامار له خالوهنې سره نجلۍ فلم دی.

ددې فلم له کبله یې څو جایزې هم ګټلې دي.

هغې په دې فلم کې د هکر رول لوبولی دی.

میشل ویلیامز: له مریلین سره زما اوونۍ

د انځور حقوق
Image caption فلمي کتونکي وايي چې تر ۲۰۰۵ کال پورې د بروکبک غرنی فلم د هغې تر ټولو بریالی فلم دی.

ویلیامز د درېیم ځل لپاره په اوسکار کې خپل بخت ازمايي.

هغه په لومړي ځل د بروکبک غرني فلم کې ولوبېده، او تېر کال ددویم ځل لپاره د عمګین ولنټاین په لیست کې د اوسکار د جایزې لپاره ونومول شوه.

هغه په ۱۹۸۰ کال د امریکا په مونتانا کې نړۍ ته راغله او سیمايي فعالیت یې وختي پیل کړ.

لومړی په تلوېزیوني سریالونو کې د فرعي کرکټر په توګه ولوبېده.

خو د مشهورېدو لپاره یې څو کاله وخت واخیست.

فلمي کتونکي وايي چې تر ۲۰۰۵ کال پورې د بروکبک غرنی فلم د هغې تر ټولو بریالی فلم دی.

ویلیامز سږ کال (له مریلین سره زما اوونۍ) فلم کې د هالیووډ د ۶۰ او ۱۹۵۰ کالونو په رول کې لوبېدلې، چې اوس یې اوسکار ته لار ومونده.

فلم د مونرو د ژوند یوه اوونۍ انځوروي، چې له لارنس الیویه سره لوبېدلې ده.

ورته مطالب