''د پوتین د وژلو دسیسه شنډه شوه''

پوتین د انځور حقوق AFP
Image caption اټکل دی چې پوتین د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

د اوکراین د امنیتي ادارې یوې ویاندې د دې خبرې له تاییدولو ډډه کړې چې ګواکې دوی د ولادیمیر پوتین د وژلو یوه هڅه شنډه کړې ده.

مارینا اوستاپینکا وویل دوی دوه کسان د ادیسا په بندر کې په یوه اپارتمان کې له چاودنې وروسته نیولي او په دې هکله یې څه ونه ویل چې دغو کسانو د ادعا له مخې د روسیې د صدراعظم ولادیمیر پوتین د وژلو په دسیسې کې لاس درلود کنه.

د بي بي سي خبریال ډانیل سټنډفورت پرې له مسکو نه راپور لري.

د ولادیمیر پوتین د ادعا شوې وژنې د هڅې کیسه په لومړي ځل یوه تلوېزیوني ''چینل ون'' خپره کړه.

چینل ون نیول شوي کسان پر تلویزیون په داسې حال کې وښودل چې له یوه نه تحقیقات کېدل او بل یې له تلویزیون سره مرکه کوله.

په دې ویډیو کې دواړو نیول شویو کسانو منله چې د ویلادیمیر پوتین د وژلو په هڅه کې ښکېل وو.

چینل ون وايي په پام کې وه چې پر ولادیمیر پوتین راتلونکې اوونۍ د یکشنبې د ورځې له ټاکنو وروسته برید وشي.

دا کسان د جنورۍ په میاشت کې وروسته له هغه د اوکراین په ادیسا ساحل کې ونیول شول چې په یوه اپارتمان کې چاودنه وشوه او یو مشکوک کس پکې ووژل شو.

د اوکراین د امنیتي ادارې یوې ویاندې هم همدومره تایید کړه چې دا کسان له چاودنې وروسته نیول شوي دي.

کله چې له هغې نه پوښتنه وشوه چې دې کسانو د ولادیمیر پوتین د وژلو نیت لاره کنه هغې وویل زه نه پوهېږم چې څه ووایم.

خو د ښاغلي پوتین مطبوعاتي مرستیال په دې هکله یو لړ معلومات ورکړي خو ډیر څه یې نه دي ویلي.

ورته مطالب