د بشر نويد کالم پښتونخوا: ځان يې زړو جامو کې جوړ کړ!!

Image caption د پاکستان د ټولو قامونو نه پرته پښتانهٴ يوازینی قام دی چې په مختلفو سياسي مذهبي ډلو کې يې جُدا جُدا رنګونه ولرل.

په سياست کې خلک نوي ډنګ ته ډېر خوشالېږي، ځکه چې له زړو سندرو او ګډاګانو هر څوک ستړى دى، زمانه بدلېږي هر څوک د زمانې له نوي رنګ سره ځان بدلوي، پښتانهٴ نوي رنګ نوي ډنګ پسې غوږونه ګرځوي ځکه چې زړو پښتنو قايدينو ورته وويل!!

موږ تاسو له د زړو مشرانو ټول ارمانونه پوره کړل، خو ارمان سر خوړلی داسې څيز دی چې څومره رژيږي هومره نور نور ډېرېږى.

په پښتونخوا کې اۤفتاب شېرپاو د پښتون نوي سياست لپاره د ''جديد نېشنلزم'' نوې ناره ورکړه، لکه څنګه چې عمران خان ته د جنرال مشرف ټول باقيات لاړل چې په نوى صف کې ودرېږي.

دغه شان د پښتون قام پرست زاړه متاثرين د جديد نېشنلزم په ناره افتاب شېرپاو سره راغونډ شول، او هغه ورته د قامي ولسي تحريک اعلان وکړ.

ځان يې زړو جامو کې جوړ کړ

لکه پی مخي هلکان چې جنګ له ځينه

د پښتنو لپاره که افتاب شېرپاو په زړو جامو کې ګيندې ووهلې خو خلکو دومره وهل رټل خوړلي دي چې یوازې په يوه ناره د پښتنو بايللى اعتماد بېرته راستنول ګران دی.

ځکه چې پښتانه د هشتنغر په خيرنو جامو کې هم خوشاله دي، دوى ګيله مند هم دي خو د جامو بدلول ورته هم ګرانه ده، خو چې بل خوا ګورو نو کومو قوتونو پښتانهٴوهلي رټلي دي، هغوى اوس د چارسدې په جامو کې داسې ځان ځای کړی دی لکه په يو لستوڼي کې چې څوک دوه لاسونه ورکړي يا په يوه تيکي کې دوه تُورې، ځکه نو د عام سړي هم زړهٴ کيږي چې جامې نوې کړي.

په داسې حالاتو کې ډېره موده پس يو ځل بيا په قامي ملکي سياستونو کې د بدلون اثار راپېدا شوي دي.

د دې بدلون څخه دا تجزيه کېدی شي چې اوس ولسونه يوه نوي سياسي بدلون ته ضرورت لري. د دې لپاره به نهٴ يوازې دا چې سياستونه بدلېږي بلکې قيادتونه به هم نوي کېږي.

د پاکستان د ټولو قامونو نه پرته پښتانهٴ يوازینی قام دی چې په مختلفو سياسي مذهبي ډلو کې يې جُدا جُدا رنګونه ولرل.

په اي اين پي او پښتونخوا مېپ کې پښتانهٴ قام پرستان، په پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ مختلفو ګروپونو کې وفاق پرست پنجاب پرست، په مذهبي ډلو کې جهاديان بنياد پرست، حتٰى چې اوس په نوي دور کې پښتانهٴ په ايم کيو ايم کې هم شامل دي.

په نوي سياسي بدلون کې اوس د قامي سياست بدلون يو نوى صورتحال راپېدا کړی دی، اي اين پي د قام پرستۍ په ناره په ملکي سياست کې د پيپلز پارټۍ او ايم کيو ايم او بنياد پرستو دريوواړو مختلف الخيال خلکو سره په حکومت کې شامل دي.

جماعت اسلامي او مذهبي ډلې د ايم ايم اي د حلقې نه بهر دي، خو د افغانستان او د کشمير د جهاد په تسلسل اوس هم د يو بل طرفدار دي.

''خاموش مجاهدين''

پښتونخوا مېپ ''خاموش مجاهدين'' دي!! خو د هرې سياسي پوښتنې په ځواب کې د محکوم پښتون افغان او د بالادست پنجاب خبره کوي.

په آی ايس آی چړ چړ ګرم ګرم راځي او مخ په مخ ورته وايي چې ورانه ده نو د تا نه ده.

په پښتونخوا کې د پيپلز پارټۍ شېرپاو د لوري د جديد نېشنلزم شور راګډ شوی دی. د ملکي سياست نه واپس د پښتون قام پرستۍ سياست ته راغلى دى.

د جديد نېشنلزم په ډاکومنټس جوړولو کې ورسره د زوړ نېپ، موجوده ای اين پي هغه ټول زاړه قام پرستان شامل دي چې اوس د پيپلز پارټۍ شېرپاو حصه دي.

د مترقي قام پرستۍ د ډېرو زړو تجربو څخه راتېر شوى دى او په دې عقيده دى چې بايد د نوي دور د تقاضو ترمخه سياستونه، نظريې او غوښتنې بدلون ومومي.

که چېرې د پخواني شوروي اتحاد د اويا کالو بوډا کمونیزم ماتېدی شي، نو د پاکستان دننه د پښتنو په قام پرست سياس کې بدلون ولې ممکن نه دی؟؟؟

د پنجاب د بالادستۍ خبرې زړې شوې، ځکه خو زموږ پښتانه قيادتونه په ملکي سياست کې داسې پنجاب پرستو او بنياد پرستو سره په حکومتونو او اتحادونو کې کېناستل د چا چې په مخونو ږيرې نشته خو د افغانستان او کشمير په جهاد کې يې په زړونو کې ترګېډو پورې غټې غټې ږيرې پرېښې دي.

اوس په زړې قام پرستۍ کې د خاورې او د اختيار، د برېښنا د پېداوار د غرونو د ځنګلونو، د کولې او د زمردو خبرې هاغه زړې سيپارې دي چې معنا هم غواړي او تفسير هم!!

دا هر څه شته خو د دې هر څه لپاره مارکيټ جوړول دي، په دغه ټول پېداوار او وسايلو زموږ لېبل پکار دی.

د ټولې دنيا سترګې زموږ په طرف را اوښتې دي، جنګ چې زموږ په خاوره دی، په جنګ کې تاوان هم زموږه کېږي بايد چې د جنګ ګټه دې هم زموږ په حق کې وي، موږ د خاورې يا د وينې اجرت نه غواړو، بايد چې په جديد نېشنلزم کې د خپلو سرونو، دستارونو، د جرګو د ولسونو، د خپلو روايتونو د ننګونو ناموسونو، د څادرونو او سترونو مقدمه نړيوالو ته وړاندې کړی شي.

خو!!!

بايد چې په جديد نېشنلزم کې ''شخصيات'' خاوره، او په ولسونو حاوي نه شي، بلکې د نړۍ په بدلون کې يو جديد پښتون افغان په دې حقيقت سره ومنلى شي چې!!

اۤسيا پيکر اۤب و ګل است

ملت افغان دراۤن پيکر دل است

از فساد او فساد اۤسيا

از کشاد او کشاد اۤسيا

ورته مطالب