چين د شمالي کوريا د يورانيمو د نه بډايولو هرکلى کړى

Image caption چين خوښ دى چې شمالي کوريا د يورانيمو بډايونې چارې دروي

چين د شمالي کوريا هغه اعلان هرکلی کړی چې د يورانيمو بډايونې خپل پروګرام به دروي او هم به د اتومي چارو او اوږد واټن توغنديو ازموينې ځنډوي.

واشنګټن هم د شمالي کوريا دغه پرېکړه له اتومي وسلو د کوريا ټاپوزمې د بشپړې پاکونې پر لور لومړی مثبت ګام بللی دی.

د جاپان د بهرنيو چارو وزير کويجيرو ګېمبا د دغه پرمختيا ستاينه کړې، خو د خبرو د بيا پيل او هم د خپل اتومي پروګرام له منځه وړلو پر لور يې د شمالي کوريا له لوري د عملی ګامونو غوښتنه کړې ده.

دغه اعلان په بېجينګ کې د امريکايي او شمالي کوريا ډيپلوماتانو ترمنځ د تېرې اوونۍ له خبرو وروسته کېږي.

د پيونګ د دغو تدبيرونو په ځواب کې به امريکا شمالي کوريا ته د خوړو سترې مرستندويه ټولګې ورکړه کوي.

د ملګريو ملتونو د اتومو چارو څارګرې ادارې (IAEA) مشر (يوکييا امانو) د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د خبرو پايلې د مخ پر وړاندې تګ مهم ګام بللی دی.

د اتومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ څارونکي به اوس په يونګبيون کې د شمالي کوريا دغې بټۍ ته ورځي چې د يورانيمو شتمنونې فعاليت ځنډولو څار وکړي.

د کوريا چارو څارونکيو په باور دا له شمالي کوريا بهر پر اتومي جبهه په تېرو څلورو کلونو کې لومړي ښه خبرونه دي، او دغه واقعيت ته چې دغه پرمختګ په کې د شمالي کوريا د نوي مشر کيم جونګ ان د مشرۍ په پيل کې راځي، د راتلونکي شوني پرمختګ يوې مثبتې نښې په توګه کتل کېږي.

طبيعي ده چې د واشنګټن او پيونګ يانګ ترمنځ خبرو بنسټ د ده د پلار د مشرۍ پر مهال ايښودل شوی، نو د همدې خبرې له مخې، بيا دی دا دعوه کولی شي چې يوازې د خپل پلار د هيلو پر لار روان دی.

په سيمه کې به نور ځواکونه هم د اتومي چارو او اوږد واټن ويشتنې توغنديو ازموينو درونې د شمال کوريا دغه وروستي ګام هرکلی وکړي.

خو بيا هم دا يو پيل بلل کېږي. څارونکيو ته به نورو اتومي ځايونو د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي، او داسې کومه خبره نه شته چې شمالي کوريا دې خپل شته اتومي بنسټونه ړنګ کړي.

اوسنی تړون د يوې ديپلوماټيکې لارې وړانديز کوي، چې له مخې يې راتلونکی پرمختګ جوړ شي. خو شمالي کوريا بيا هم يو ناڅرګند ځای ګڼل کېږي، د دغه هېواد د مشرانو پر نيتونو او تکلونو پوهاوی خورا ګران دی.

د کوريا کارپوهان لا تر اوسه باور کوي داسې وروستی فرصت ډېر کم دی چې شمالی کوريا دې د هرې وړې اتومي بټۍ نه چې کېدی شي ويې لري، د لاس اخيستلو خبرې وکړي، ځکه چې مشرتابه يې باور کوي چې امنيت او دوام يې پر همدغو وسلو ولاړ ولاړ دی.

ورته مطالب