مصر ديموکراسي پلوه فعالين خوشي کړل

مصر
Image caption مصريانو د خپل حکومت د دريځ ملاتړ کاوۀ

د يو شمېر امريکاييانو په ګډون ۱۷ تنه ډيموکراسۍ پلوه فعالان چې د مصر او لوېديځ ترمنځ يې د ناندريو مرکزي ټکی جوړاوه، د سفر بنديز له پورته کېدو وروسته له دغه هېواده وتلي دي.

دوی د يو شمېر داسې موسسو لپاره کار کاوه چې له بهره د ناقانونه مالي مرستو ترلاسه کولو تور پرې لګېدلی و.

له قاهرې نه د بي بي سي خبريال جان لاين پرې راپور لري.

دغې قضيې د مصر او لوېديځ ترمنځ په څو کلونو کې تر ټولو ستر درز رامنځ ته کړی و.

د امريکاييانو، مصريانو او نورو هېوادونو تبعه وو په ګډون ټولټال ۴۳ تنه ډيموکراسۍ پلوه په دې تورن وو، چې له بهره ناقانونه پيسې ترلاسه کوي.

د مصر حکومت يو وزير لا په دې کې وړاندې لاړ او پر دوی يې تور ولګاوه چې د مصر د دولت پر وړاندې توطيه جوړوي.

څه چې په واشنګټن کې يې غوسه پارولې ده، دا خبره وه چې له دغه هېواده د امريکاييانو د وتلو مخنيوی وشو.

ځينو بيا د امريکا سفارت ته پناه يووړه.

کله چې له مصر نه د دوی پر وتنې لګېدلی بنديز لرې شو، نو سمدلاسه يوه پوځي امريکايی الوتکه قاهرې ته ورسېده چې دغه امريکايان خپل ټاټوبي ته ستانه کړي.

خو بيا هم دغه قضيه لا تر اوسه روانه ده، کېدی شي دوی په غياب کې محاکمه او پرې حکم وشي، او په قضيه کې ښکېل مصريان به بيا له قانوني چلن سره مخامخ وي.

ډېری مصريان د حکومت د ګامونو ملاتړ کوي، او د مصر پر خپلواکۍ د بيا ټينګار په توګه ورته ګوري.

خو د بشري حقونو فعالان وايي دا يوه داسې هڅه ده چې له مخې يې دوی وېرول کېږي، په يو داسې وخت کې چې مصر له پوځ واک نه د لېږدېدو له يو پېچلي او سخت پړاو تېرېږي.

ورته مطالب