چین د جاپان له خوا د ټاپوګانو د نومونو پر بدلولو قهرېدلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption چین وايي دا ټاپوګان له ډیرې پخوا زمانې راهیسې د دوی ملکیت دی.

چين او ټايوان چې دواړه د دغو ټاپوگانو ادعا لري د جاپان د هغه اعلان پرضد احتجاج کړى چې وايي د يو شمېر ټاپوگانو نومونه يې بدل کړي دي.

د بي بي سي د اسيا پسفيک د برخې مديره ويف مارش پرې رپوټ لري.

په رسمي ډول ددې ټاپوګانو نومول ددې خطر زیات کړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر لانجه چې له کلونو راهیسې روانه ده، تازه شي.

چینايي رسنیو د ۷۲ کوچنیو او لویو ټاپوګانو لست په چينايي ژبه خپور کړی او د هغو موقعیتونه یې په نښه کړي دي.

دغه راز جاپان هم د جمعې په ورځ وویل چې پر ۳۹ داسې ټاپوګانو یې نومونه اېښي چې څوک پکې نه اوسېږي خو وايي چې دا ټاپوګان د جاپان په په انحصاري اقتصادي زون کې موقعیت لري.

په دې ټاپوګانو کې ځینې یې داسې دي چې چین او جاپان یې د ملکیت پر سر لانجه لري.

چین او ټایوان هم دغه ټاپوګان خپل ملکیت بولي او د جاپان پر دغه کار یې اعتراض کړي دی.

چین وايي دا ټاپوګان له ډیرې پخوا زمانې راهیسې د دوی ملکیت دی.

دغه سیمه چې اوس مهال د جاپان تر کنټرول لاندې ده د کبانو او احتمالي تیلو له پلوه ډېره غني ده او د کښتیو د تګ راتګ لارې ته هم نژدې ده.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د چین او جاپان ترمنځ یوه ديپلوماتیکه لانجه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه چینايي کښتۍ د جاپاني ساتونکو له دوو کښتیو سره ټکر شوه.

له دې پیښې وروسته په دواړو هېوادونو کې ملت پالو مظاهرې وکړې.

په تېرو څو کلونو کې چین، د چین د سندر په دواړو برخو ختیځ او سویل کې د ټاپوګانو د ملکیت په اړه خپلې ادعاوې ډېرې کړې دي.

په چینايي ژبه د ټاپوګانو د نومونو لست په داسې مهال خپور شوی چې یوه ورځ وروسته د چین قانون جوړوونکي خپله کلنۍ غونډه کوي.

ورته مطالب