م.م: د لېبیا جګړه مارو ډلو انساني سرغړاوی کړی

لېبیا کې شکنجه شوی بندي د انځور حقوق
Image caption د ملګرو ملتونو راپور وايي په لېبیا کې ځینې بشرضد سرغړونې لاهم دوام لري.

لېبيا کې له بشري حقونو د سرغړاونو په اړه د ملگروملتونو يو تازه راپور وايي په دغه هېواد کې د کورنۍ جگړې پرمهال چې ډگروال قذافي يې له واکه ليرې کړ. دواړو لورو له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

دغه موندنې جينوا کې مېشتې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له لوري خپرې شوي دي.

په راپور کې پر ناټو هم نيوکه شوې چې په هوايي بمباریو کې د ملکي کسانو د وژل کېدو په اړه پلټنه نه کوي.

له طرابلس نه گبريل گيټ هاوس پرې نور جزییات لري، چې پښتو ژباړه یې ابراهیم امیري چمتو کړې ده.

په راپور کې د ډګروال قذافي ځواکونه تورن شوي چې په پراخه پیمانه وژنې یې کړي، خلک یې په زوره له ځان سره بېولي، شکنجه کړي او جنسي تېري یې کړي دي.

د راپور لیکوال وايي دا هرڅه د ملکي خلکو پرضد د سیستماتیک برید د یوې برخې په توګه ترسره شوي دي.

دغه راز پخواني یاغي ځواکونه هم تورن شوي چې جنګي جرمونه یې کړي چې په هغو کې په غیر قانوني ډول وژنې، قصدي نیونې، شکنجه، بي تبعیضه بریدونه او لوټ مار راځي.

راپور وايي ځینې دغه سرغړونې تراوسه هم روانې دي.

په خپله د ډګروال قذافي د وژنې په هکله تحقیق کوونکو ویلې چې د عدلي طب راپور نه دی ورکړل شوی.

پلټونکي وايي سره له دې چې له چارواکو نه یې څو څو وارې ددغه راپور غوښتنه کړې، خو راپور نه دی ورکړل شوی.

هغه ویډیوګانې چې د ډګروال قذافي د نیول او وژل کېدو په ورځ اخیستل شوي، ښيي چې د لېبیا پخوانی مشر ظاهراً د یو شمېر قهریدلو جنګیالیو له خوا وژل کېږي.

خپور شوي راپور که څه هم د ناټو عملیات دقیق بللي خو وايي چې د ناټو په عملیاتو کې هم ۶۰ ملکي کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

څیړونکو څو داسې ځایونه هم په ګوته کړي چیرته چې پوځي هدف نه دي پیژندل شوي خو د ناټو ځواکونو بمونه پرې لګیدلي دي.

ورته مطالب