پوتین په روسي ولسمشریزو ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه

پوتین د انځور حقوق
Image caption پوتین کرملین ته نژدې خپلو پلویانو ته په وینا کې د خوشالۍ اوښکې تویې کړې.

د روسیې لومړي وزیر او ولسمشرۍ ته کاندید ولادیمیر پوتین په ټاکنو کې د خپلې بریا اعلان کړی دی.

د رايو قسمي نتيجې ښيي چې د ولاديمير پوتين برخه پکې له ٦٠ سلنې پورته ده.

د هغه د تبلغياتي هلو ځلو مشر دا، تر هر بل ځل رڼې ټاکنې وبللې.

خو يوه مخالف فعال وويل په رايمرکزونو کې د زرگونو څارونکو او انټرنېټې کمرو له شتوالي سره سره په پراخه کچه درغلۍ شوي دي.

ولادیمیر پوتین په مسکو کې د خپلې بریا او پلویانو ته د وینا پرمهال د خوشالۍ اوښکې تویې کړې.

کرملین ته څېرمه پوتين خپلو شاوخوا ۱۰۰ زره پلویانو ته په وینا کې وویل: "ژمنه مې کړې وه چې موږ به بریالي کېږو، دا دی بریالي شوو، بریا د روسیې لپاره ده".

په ټاکنو کې د پوتین د بریالیتوب تر اعلان شېبه وړاندې، لومړنیو پایلو وښوده چې پوتین هومره رایې ګټلې، چې ددرېیم ځل لپاره د کرملین ریاست ته لار ومومي.

نوموړی له څلورو کالو راهیسې د روسیې لومړی وزیر پاتې شوی دی.

مخکنی راپور

د انځور حقوق
Image caption د روسیې د کمونیست ګوند کاندید ګینادي زیګانوف په دې ټاکنو کې د پوتین سیال دی، چې د څلورم ځل لپاره یې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی.

د روسيې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره لومړنۍ رايې اچونې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پیل شوې دي.

د وړاندوينو له مخې، لومړی وزیر ولادیمیر پوتین به د روسيې د ولسمشر په توگه انتخاب شي او په لوى اکثريت سره به کريملين ته ورستون شي.

اوسنی لومړی وزیر ولادیمیر پوتین، له ٢٠٠٠ کال تر ٢٠٠٨ کال پورې د پر له پسې دوو دورو لپاره د روسيې ولسمشر وو او د قانوني دليلونو له کبله له دغې څوکۍ نه يې لاس واخيست او لومړى وزير شو.

په دغو ټاکنو کې څلور نور نوماندان له ښاغلي پوتين سره سيالي کوي، چې په تېرو ټاکنو کې یې له دغو نوماندانو درېیو ته ماتې ورکړې وه.

د پوتین پلویان تمه لري چې نوموړی به ددې ټاکنو ګټونکی شي.

خو څو ورځې وړاندې د روسیې په ځینو سیمو کې د پوتین د کاندیدېدو پرضد مظاهرې وشوې.

د ویلو ده چې د روسیې په دغو ولسمشریزو ټاکنو کې د رای ورکوونکو شمېر نژدې ۱۰۹ میلیون کسانو ته رسېږي.

تېره میاشت د یوې ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې، په دغو ټاکنو کې د پوتین د بریا ۶۰سلنه چانس اعلان شوی و.

دغه ټاکنې داسې مهال پیل شوې، چې په روسیه کې ځینې ولسي کسان د تېر دسمبر په پارلماني ټاکنو کې د پراخه درغلیو تورونه لګوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته تبلیغات د شنبې پر ورځ (مارچ ۳) پای ته ورسېدل.

رپوټونه وايي، د روسیې د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه مسکو او شاوخوا سیمو کې د ممکنه اړدوړ جوړېدو د مخنیوي لپاره شاوخوا شپږ زره پولیس ګمارلي دي.

لاریونونه

د روسیې د کمونیست ګوند کاندید ګینادي زیګانوف په دې ټاکنو کې د پوتین سیال دی، چې د څلورم ځل لپاره یې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی.

په دغو ټاکنو کې درې نور کاندیدان هم ولسمشرۍ ته ولاړ دي (د لبرال دیموکرات ملي ګوند استازی ولادیمیر ژیرینوفسکي، او میلیاردر میخاییل پروخوروف او د فدرالي مشرانو جرګې مخکنی مشر سیرګي میرونوف).

د انځور حقوق
Image caption په دغو ټاکنو کې څلور نور نوماندان له ښاغلي پوتين سره سيالي کوي

که چېرې پوتین په لومړي پړاو کې له دغو رایو ٪۵۰ ونه شي ګټلی، نو له هغه کاندید سره به ددویم ځل لپاره سیالي کوي، چې تر ده یې رایې لږ او تر نورو کاندیدانو ډېرې دي.

دغه ټاکنې د اروپايي امنیت او مرستې د ۲۵۰ کسیزه څارونکې ګډې جرګې له خوا څارل کېږي.

همداشان، په ټاکنو کې لسګونه زره رضاکاره روسان هم څارنه کوي.

ورته مطالب