د امريکا په مرکزي ايالتونو کې توپانونو ۳۷ کسان وژلي

توپان د انځور حقوق AP
Image caption توپانۍ دوړدړوکي د امريکا په سوېلي سېمو کې هر پسرلی پېښيږي، خو سږنی زور يې ډېر لږ ليدل شوی دی.

امريکايي سرکار ادعا کوي چې توپان وهلو ايالتونو ته يې د مرستې لپاره ژغورندویه ډلې ور استولې دي.

د خبرونو له مخې، د امريکا د مرکزي سيمو په ايالتونو لکه انډيانا، کنټاکي، اوهايو او الاباما کې يې د مال پر تاوانو سربېره په لسګونو انسانان وژلي دي.

توپاني بادونو او زورو دوړدوړکو په دغه ايالتونو کې سرايونه له مځکې سره برابر کړي، د کوټو چادري بامونه يې پاوا کړي او د برېښنا ستنې يې له بېخه کښلې دي.

يو شمېرکسان ورک دي، ځکه چې په دغه ايالتونو کې د مخابراتو نظام هم له کاره اچولی دی.

دجمعې له ورځې راهیسې، پر دغه سيمو نيوي تېزي دوړدوړکي او اووه سوه توپاني سيلۍ را الوتې دي.

خبريالان وايي چې تر اوسه يې د ټول تاوان اټکل مالومول هېڅ درک نه لري.

د اوهايو والي په دغه ايالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د چارواکو د ادعا له مخې، بارک اوباما يې دغه سيموته د مرکزي حکومت د مرستو غږ کړی دی.

توپانۍ دوړدړوکي د امريکا په سوېلي سېمو کې هر پسرلی پېښيږي، خو سږنی زور يې ډېر لږ ليدل شوی دی.

د انډيانا ايالت د ماريزيل په ښارګوټي کې بېله د اوبو د زېرمې له ودانۍ څخه نور توپان دغه کوچنی ښار له مځکې سره سم کړی دی.

سيمه یيزو چارواکو ادعا کړې چې ددغه توپان په وړاندوينه خبر ول، خو د دومر زورور توپان لپاره يې چمتووالی له وسه وتلی کار وو.

د انډيانا والي چې تاواني شويو سيمو ته ورغلی وو، رسنيو ته ويل زموږ د سيمې خلک له اسماني ټکو سره اموخته دي خو دونه زورور توپان زما د دندې په موده کې نه وو راغلی.

په انډيانا کې يې څلوېښت سرايونه اوار کړي او تر ۱۵۰ زيات يې له ښې ايستلي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption په انډيانا کې يې څلوېښت سرايونه اوار کړي او تر ۱۵۰ زيات يې له ښې ايستلي دي.

پردې سربېره يې په دغه ايالت کې د يوه زندان چادري بام الوځولی چې د چارواکو له بيانه درې سوه زندانيان يې بلې ودانۍ ته بېولي دي.

د اوونۍ په سرکي تېزو دوړ دړکو په مزوري، کېنسز، ايلونای او ټينيسي ايالتونو کې هم ۱۳ کسان وژلي ول.

د امريکا د موسم ښوولو د چارواکو له بيانه دغه توپان د سړو او ګرمو بادونو له ټکره زېږي او ډېر خطرناک يې بللی دی.

دغه توپانونو پروسږ کال برابر ۵۰۰ انسانان تپ کړل چې له تاريخه يې نه دومر انسانان وژلي ول او نه يې هومره ودانۍ له ښې ايستلې وې.

ورته مطالب