پاکستاني طالبانو خپل مرستیال مشر شړلی دی

مولوي فقیر محمد د انځور حقوق
Image caption مولوي فقیر محمد په باجوړ ولسوالۍ کې د طالبانو مشري کړې ده.

پاکستاني اورپکو بي بي سي ته ومنله چې مشر یې خپل مرستیال له دندې لرې کړی دی. ویل کېږي چې د مشر او مرستیال ترمنځ د واک پر سر جنجال روان وو.

پاکستاني طالبانو ویلي، چې حکیم الله مسید د پاکستاني طالبانو دویم نمبر جګپوړی مشر مولوي فقیر محمد له خپلې دندې لرې کړی دی.

سرچینې بي بي سي ته منلې، چې دا پرېکړه د یکشنبې پر ورځ د طالبانو د مشرانو په شورا کې وشوه.

که څه هم د مولوي فقیر محمد د لرې کېدو څرګند دلیل نه دی ویل شوی، خو ویل کېږي چې په دې وروستیو کې یې له پاکستاني اورپکو سره یوڅه شخړه راغلې وه.

ویل کېږي چې د مولوي فقیر محمد پرځای تر اوسه څوک نه دی ټاکل شوی.

د پاکستاني طالبانو ویاند بي بي سي اردو څانګې ته ویلي، چې دا پرېکړه په سم لاسي ډول شوې ده، چې ښايي په ډله کې بله دنده ورپرغاړه کړي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال الیاس خان وايي، دا پرېکړه کېدای شي د پاکستاني طالبانو په ډلو کې د هغو وروستیو درزونو له کبله شوې وي، چې تحریک طالبان پاکستان ډله یې کمزورې کړې وه.

د ۲۰۰۹ په اګست کې د بیت الله مسید تر وژل کېدا وروسته د پاکستاني طالبانو ډله کمزورې شوه.

د مسید تر وژل کېدو وروسته، د مولوي فقیر محمد د مشر کېدو احتمال ډېر وو.

خو تحریک طالبان پاکستان هغه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې پر خپله دنده پرېښود.

لږ توپیرونه

خبریالان وايي، تر هغه وروسته، د پاکستاني طالبانو له مشر سره د مولوي فقیر محمد اړیکي خړپړ شول.

او تېر کال، د پاکستاني طالبانو ځینو غړو فقیر محمد له پاکستاني حکومت سره په اړیکې نیولو تورن کړو چې دا تور هغه در کړی وو.

مخکې مولوفي فقیر محمد بي بي سي ته ویلي وو چې ګني نوموړی د طالبانو له مشرتابه سره توپیر لري.

مولوي فقیر محمد په باجوړ ولسوالۍ کې د طالبانو مشري کړې ده.

ورته مطالب