سوريه، د احتجاجونو له پيل نه يو کال وروسته

د انځور حقوق AP
Image caption سوريه کې اوس د ټولو ښکيلو غاړو تر مينځ د خبرو اترو هڅې روانې دي.

پوره يو کال وروسته له دې چې د ولسمشر بشارالاسد وسله والو ځواکونو سوله ييزو احتجاجونو ته په ډزو ځواب ووايه اوس يې واکمني له يوۀ وسلوال پاڅون سره مخامخه ده.

که خليج هيوادونه ياغيانو ته د وسلې د ورکړې پرخپلو ژمنو ټينگ ودريږي نو داسې بريښي چې پاڅون به لا پسې زور واخلي. خو سره له دې ټولو ولسمشر اسد پر خپل ځاى پاتې دى او داسې ښکاري چې د روان کړکيچ په قابو کولو کې پر خپل بري باوري دى.

بشارالاسد ځواکمن وسله وال ځواک لري، او بل لوري ته دهغه خپل علويان او د عيسويانو په گډون د سوريې نور لږکي يې ټينگ په ننگه ولاړ دي. لږکي په دې باور دي چې د مخالفينو له بري سره به د سوني مسلمانانو تندلاري هم مله وي.

د سوريې د نظام د يووالي او پيوستون يو بل لامل دا دى چې پر مهمو چوکيو يا خو د بشارالاسد د کورنۍ غړي او ياهم هغه ته نږدې علويان ناست دي چې نه بريښي له حکومته جلا شي .

روسان هم په امنيت شورا کې د سوريې ملاتړ کوي خو په وروستيو څو ورځو کې يې د بشارالاسد له حکومته ناخوښي څرگنده کړې چې لامل يې ښايي د سوريې د ننگې له امله په نړيوال ډگر کې د روسيې گوښېتوب يا انزوا وي.

خو روسانو ته له سوريې سره ددوى اړيکې خورا مهم دي دا ځکه چې پ منځني ختيځ کې يې يواځنۍ ريښتونې ملگرې ده.

نړيوال اوس د ملگرو ملتونو او عربي ټولنې د گډ استازي کوفي عنان ماموريت ته سترگې په لار دي چې هڅه کوي د ټولو ښکيلو غاړو ترمينځ د خبرو اترو د پيلولو له لارې وينه تويونه ودروي.

خو که ښاغلى عنان په دې کې پاتې راشي او د ملکي وگړو د وژنې لړۍ دوام ومومي نو بهرني هيوادونه به د سوريې پر ضد پوځي اقدام لپاره فشار واچوي.