م.م سوريه کې د بشري مرستو له ماموريت سره ملګري کېږي

سوري بې ځایه شوي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملگري ملتونه وايي تېر يو کال په سوريه کې تر اته زره ډېر کسان وژل شوي دي.

ملگري ملتونه وايي د يکشنبې په ورځ به سوريه کې د حکومت ترمشرۍ د بشري مرستو له ماموريت سره يوځاى شي.

خو د ملگرو ملتونو د بشري مرستو جيگپوړې چارواکې وليري ايمس دسوريې د تاوتريخوالي قربانيانوته پر رسيدو ټينگار کوي.

ملگري ملتونه وايي تېر يو کال په سوريه کې تر اته زره ډېر کسان وژل شوي دي.

وليري ايمس وايي د ملگرو ملتونو تخنيکي ډله به د استوگنې اتومرکزونو ته د حکومت په مشري د ماموريت د ورتگ ملگرتيا وکړي.

په دې کې به د حمص ښار هم شامل وي، چې ځينې برخې يې د حکومتي ځواکونو د تېرې يوې مياشتې کلابندۍ پر مهال ويجاړې شوي دي.

بل د درعا ښار دى، چې يو کال د مخه حکومتي ضد پاڅون په کې پيل شو.

په دې چاره کې به د اسلامي همکارۍ د سازمان غړي هم برخه واخلي.

مېرمن ايمس وويل، د ملگرو ملتونو د سازمان چارواکي به د شرايطو جاج واخلي او په ټوله کې به دغلته د بشري حالت په اړه معلومات راټول کړي.

خو هغې له کوم خنډ پرته د بېړنيو مرستو پربرابرولو ټينگار وکړ.

تېره اوونۍ دمشق ته د سفر مهال، هغې دغه وړانديزکړ ى و ، خو حکومت ويلي و چې پر مسالې دغور لپاره ډير وخت ته اړتيا لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملګري ملتونه وايي د سوریې په یوه کلن تاوتریخوالي کې نژدې اته زره کسان وژل شوي.

د هغې دغه څرگندونې د تاوتريخوالي په پاى ته رسولو او اړمنوکسانو ته دمرستې درسولو په برخوکې دنړيوالې ټولنې د ناهيلۍ څرگندويي کوي.

د سوريې لپاره دملگروملتونو اوعرب ليگ استازى کوفي عنان بل نړيوال پلاوى و ، چې دمشق ته د ورتگ اجازه ورکړل شوه.

ده ولسمشر اسد ته هغه وړانديزونه مخې ته کړل چې پر بنسټ يې سوريه کې تاوتريخوالي پاى ومومي او د لانجې د سوله ييز حل په موخه مخالفان د سولې په خبرو اتر و کې ښکېل شي.

نن به ښاغلى عنان د مشق ته د خپل سفر رپوټ د ملگروملتونو د امنيت شورا ته وړاندې کړي.

ورته مطالب