سوريه: دمشق دوو درنو چاودنو لړزولی دی

دمشق د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه وايي دغو بمي چاودنو امنيتي ودانۍ په نښه کړې دي.

د سوريې حکومتي تلوېزيون وايي په پلازمېنه دمشق کې دوو چاودنو زیات شمېر پوليس او ملکيان وژلې دي. حکومتي رسنيو دغه چاودنې د ترهګرو کار بللی.

لومړني راپورونه ښيي چې چاودېدونکې توکي په موټرو کې ځای پر ځای شوي وو.

ځايي اوسېدونکي او د مخالفينو سرچينې وايي بمي چاودنو امنيتي ودانۍ په نښه کړې دي، چې لامل يې لا نه دی معلوم.

تر اوسه د دغو راپورونو خپلواک پخلی نه دی شوی، ځکه ډېر کله خبريالان د سوريې د خبرونو په تړاو له محدوديتونو سره مخامخ وي.

په ورستيو میاشتو کې لسګونه کسان په دمشق او دویم ښار الېپو کې د بمي چاودنو له امله وژل شوې دي.

دغه تازه چاودنې له هغه یوازې دوه ورځې وروسته کېږي چې د ولسمشر بشار الاسد د رژيم پر وړاندې د پاڅون يو کال پوره کېږي.

ويل کېږي په دغه موده کې له ۸۰۰۰ زيات کسان وژل شوې دي.

د حکومت پر خلاف تازه مظاهرې د جمعې له ورځې راهيسې د سوريې په لر او بر کې پيل شوې دي.

د پلازمېنې دمشق په شاوخوا سيمو کې د تاوتريخوالۍ لړۍ بيا پيل شوې، په داسې حال کې حکومتي ځواکونو په وروستيو اوونيو کې دغه سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې.

د حکومتي ځواکونو او له پوځ نه د اووښتو کسانو ترمنځ هم د هېواد په يو شمېر برخو کې د نښتو راپورونه ورکړل شوې دي.

ولسمشر اسد ټينګار کوی ځواکونه به يې د ده په خبره د هغو وسله والو پر ضد جګړې ته ادامه ورکړي چې هڅه کوي هېواد بې ثباته کړي.

ستونزمن ماموريت

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو او عرب ليګ ځانګړي استازي کوفي عنان یو ځلې بيا په سوريه کې د جګړې د پای ته رسېدو او دغلته د بشري مرستو د ور رسېدو غوښتنه تازه کړه.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د خبرو پر مهال ښاغلي عنان وويل، هغه به دمشق ته يوه ډله واستوي چې د نړېوال څار د نوي ماموريت لپاره له سوري چارواکو سره وغږېږي.

ښاغلي عنان امنیت شورا ته وویل چې د یوه اوربند لپاره د هغه هلو ځلو ته ځواب نهیلې کوونکی وو.

ده چې وار له مخه یې له ولسمشر اسد سره دوه ځله خبرې کړې دي او د تاوتریخوالي د ختمیدو وړاندیزونه یې ورته کړي وویل، د خپل ماموریت د ستونزمنتیا په اړه هیڅ ناسم پوهاوی نه لري.

په داسي حال کې چې د سوریې پر وړاندي د ګام د څرنګوالي په اړه د امنیت شورا غړي سره ویشلي دي، ښاغلي عنان خبرداری ورکړی هر ډول ناسم اټکل چې د کړکیچ ډیرېدو ته لار پرانیزي، پر سیمې به سخت اغیز وکړي.

ورته مطالب