په مراکش کې د زبر زنا د قانون پر ضد د مظاهرې غږ

Image caption پر امینه فیلالي په پنځلس کلنې کې جنسي تيری شوی وه.

په مراکش کې د ښځو د حقونو سلګونو فعالینو د دغه هیواد د زبر زنا د قانون په وړاندې په مظاهرو را وتلي.

ددغه قانون له مخې تیری کوونکی کولای شي چې له محاکمې څخه د ځان خلاصولو لپاره له هغې نجلۍ سره واده وکړي چې تیری یې پرې کړی وي .

د احتجاج غږ وروسته له هغه وشو چې یوه اوونۍ وړاندي یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ددغه هیواد په شمال کې ځان وواژه.

امينه په زوره پر هغې تيري کوونکې ته ودول شوې وه.

د امینه فیلالي مور او پلار وویل محکمې ددوی پر لورتیري کوونکي سره د هغې د واده کولو فشار اچولی وو چې بیا وروسته د هغه او دهغه د کورنۍ له بد چلند سره مخامخه شوې وه .

پر امینې فیلالي څه باندې یو کال مخکې جنسي تیرې شوی و.هغه مهال امینه فیلالي ۱۵ کلنه وه.

له دې پیښې وروسته پر هغې د جنسي تیرې دوسیه محکمې ته و وته او قاضي حکم وکړ چې تیری کوونکی به یوازي په هغه صورت کې زندان ته وانستول شي چې له امینې سره واده وکړي.

خو تیره اوونۍ راپورونه خپاره شول چې هغې ځان وژلی او داسې ادعاوې وشوې چې د هغې خاوند هغه وهلې ټکولې وه چې دا خبره پر فیس بک او ټویټر کې د فعالانو له خوا خپره شوه.

د امینې مړینې د ښځو د حقونو یو شمېر کمپاین کوونکي په غصه کړي دي.

په مراکش کې د ښځو د حقونو د یوې ادارې مشره فوزیه اصولي بي بي سي ته وویل هغه قانون چې له مخې یې باید دجنسي تیري مسوول له جلۍ سره واده وکړي یو شرم او خجالت دی.

نوموړې پر حکومت غږ وکړ چې دغه قانون لغوه کړي.

فوزیه اصولي وویل که حکومت په دې اړه اقدام ونکړي نو دا به نړیوالو ته د مراکش یو وروسته پاتي انځور وړاندې کړي.