د مصري عیسویانو درېیم پاپ شنوده د ۸۸ کالو په عمر ومړ

مصري قبطیان د انځور حقوق AP
Image caption زرګونه قبطيان د درېیم مړه شوي پاپ شنوده د مړي لیدو ته راټول شوي دي.

د مصر قبطي ارتودکسي کلیسا ددېیم پاپ شنوده د مړینې اعلان کړی دی.

نوموړی د ۸۸ کلونو په عمر له دې نړې سترګې پټې کړې دي.

زرګونه قبطيانو په العباسیه کې د پاپ د مړینې ځای ته ورغلي، او د هغه د جنازې مراسمو ته په انتظار دي.

قبطي کلیسا د شنبې پر ورځ وویل، چې درېیم پاپ شنوده د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.

په پام کې ده، چې د پاپ شنوده جنازې د مصري پاپانو مشر سنا انبا میخاییل له اسیوط څخه ورشي.

قبطي کلیسا ویلي، چې د پاپ جنازه به د سه شنبې په ورځ په العباسیه کې کېږي.

د کلیسا یوه وکیل نجیب جبراییل بي بي سي ته وویلو چې د پاپ مړی به تر سه شنبې مصریانو ته د خدای پامانۍ لپاره پرېښودل شي او بیا به یې د خښېدو ځای په ډاګه شي.

پاپ شنوده له څو کالو راهیسې له اوږدې ناروغۍ کړېده، چې څو ځلې د درملنې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ته تللی دی.

ویر

د مصر حکومت او سیاسي ګوندونو د پاپ پر وژنې ویر کړی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption قبطي کلیسا د شنبې پر ورځ وویل، چې درېیم پاپ شنوده د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.

د مصر لومړي وزیر کمال الجنزوري په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي چې "د زړه له کومي قبطي وروڼو ته په داخل او خارج کې د غمشریکۍ پیغام استوم. "

د اخوان المسلمین عمومي منشي دوکتور محمد بدیع هم په یوه پیغام کې د پاپ شنوده پر مړینه خواشيني ښودلې ده.

بديع ویلي: " د اخوان المسلمین له ادرسه زموږ قبطي وروڼو ته د زړه له کومي د غمشریکۍ پیغام استوم، د پاپ په مړینه کې موږ ځانونه ورسره غمجن ګڼو."

د ازادۍ او عدالت ګوند هم، چې د اخوان المسلمین یوه برخه وه، د پاپ شنوده پر مړینې غمشریکي ښودلې ده.

ورته مطالب