ايران: د امريکا پر ضد به افغانان نوې جبهې پرانيزي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سپاه پاسداران د دغه جګپوړي چارواکي د خبرو اهميت دادی چې وايي په افغانستان کې د نړيوالو او امريکايي ځواکونو پر ضد د نوو جوړو شو ډلو د امکان خبره کوي.

د ايران يوه جګ پوړي پوځي چارواکي پر افغانانو غږ کړی چې امريکايي ځواکونه له خپلې خاوري وباسي.

جنرال سيعد مسعود جزايري ويلي چې داسې نښې شته چې نوي ګروپونه په افغانستان کې دننه پر امريکايي هدفونو بريدونه وکړي.

د ايران د سپاه پاسداران يوه لوړپوري چارواکي او د لوى درستيز يوه مرستيال ويلي چې د افغانستان د بګرام په زندان کې د قران سوځونې او په کندهار کې د ۱۶ ملکي وګړو له پيښې وروسته بايد امريکايان د افغانانو د "غچ" مزه وڅکي.

د سيعد مسعود جزايري دغه څرګندونې د سپاه پر انټر نيټې پانه خپرې شوې دي.

امریکايي چارواکو په وار وار د ايران سپاه پاسداران په دې تورون کړې چې گواکې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پر ضد جنګيدونکو وسله والو ته د سړک د غاړې پياوړي بمونه ورکوي.

ايراني چارواکو هم په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شتون په اړه خپله غصه نه ده پټه کړې.

خو د سپاه پاسداران د دغه جګپوړي چارواکي د خبرو اهميت په دې کې دی چې په افغانستان کې د نړيوالو او امريکايي ځواکونو پر ضد د نوو جوړو شو ډلو د امکان خبره کوي.

که څه هم نوموړي په دې اړه ډير جزيات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې د افغانستان خلک د دۀ په وينا د امريکايي ښکيلاګرو د ناقانونه شتون له وجې ستړي شوي دي او دا يې حق دی چې د مقاومت او تاوتريخوالي په زور دغه ښکيلاګر لښکر له خپلې خاورې وباسي.

امريکا او ايران د تهران د اتومي پروګرام پر سر سره وران دي او ځينې کارپوهان ويره لري چې که چيرې د دواړو غاړو تر منځ دغه خړپړتيا په تاوتريخوالي بدله شي نو ايران به له خپل ځواکه په گټې اخيستو د سيمې په کچه ځواب ووايي.

جنرال جزايري اټکل کوي چې په افغانستان کې د امريکا شتون به امريکايانو ته ډير خطرناک تمام شي.

د لويديځ له لورې تر اوسه د يوۀ لوړ پوړي ايراني جنرال پر دغو خبرو څه نه دي ويل شوي خو بې له شکه چې ناټو به پرې خوښه نه وي.

د خبريالانو په وينا د ولسمشر کرزي حکومت له ايران سره ډيرې نژدې او خوږې اړيکي لري دغه ډول څرگندونې ښايي کابل هم د غبرگون په ښوولو کې له ستونزو سره مخامخ کړي

ورته مطالب