برتانیا: تېر کال پاکستان کې 'ډېر' برتانویان وژل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برتانوي پاکستانیان په پاکستان کې په دې خاطر هم په نښه کېږي چې ګومان کېږي دوی ډېر شتمن دي.

د برتانیا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا خپاره شوي معلومات وايي تېر کال په پاکستان کې د نورو هېوادونو په پرتله د برتانیا ډېر اتباع وژل شوي دي.

برتانوي چارواکي وايي دا وژنې ډېر ځله د کورنیو لانجو په پایله کې کېږي.

په برتانیا کې نژدي یو میلیون پاکستاني الاصله برتانویان اوسېږي.

د دوی په ډله کې یو هم حنیف فتح و.

نوموړی د برتانیا په ګلاسګو ښار کې اوسېده او پاکستان کې به یې له خپلو خپلوانو سره د مرستې په خاطر هغوی ته پیسې استولې.

په دې وروستیو کې هغه پاکستان ته په سفر کې خپلو خپلوانو ته وویل له دې وروسته ورسره مرسته نه شي کولای.

خو دا خبره یې د خپل مرګ لامل شوه.

د هغه ښځه وايي خپل خپلوان چې د چا دښمنان شي نو له نورو څه ګیله:

''موږ پلان درلود چې کله تقاعد شو دلته په پاکستان کې یو کور واخلو او د تل لپاره همدلته اوسېږو. خو دلته هرڅه اوس بدل شوي ان تر دې چې خپل خپلوان دې دښمنان دي.''

د حنیف فتح ښځه وايي وېرېږي که د میړه قبر ته ورشي، هسې نه چې هغه هم ووژل شي؛ ځکه چې د خپلو وریرونو پرضد یې عریضه کړې چې د هغې خاوند یې وژلی دی.

په پاکستان کې په کورنیو لانجو کې وژنې نوې خبره نه ده، خو برتانوي پاکستانیان په پاکستان کې په دې خاطر هم په نښه کېږي چې ګومان کېږي دوی ډېر شتمن دي.

ورته مطالب