هره ورځ اسپرین خوړل د سرطان خطر کموي

اسپرین د انځور حقوق
Image caption اسپرین په ۱۸۹۷ کال تولید شول.

ځینو نویو پلټنو په ډاګه کړې ده، چې هره ورځ د لږ اندازې اسپرین خوړل (په اوبو کې څښل) د سرطان د ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کولی شي.

د ''لانسيټ''په طبي مجله کې درې خپرو شوو پلټنو ویلي''داسې ثبوت شته، چې اسپرین د سرطان مقاومې اغېزې لري.ګڼ خلک اسپرین د زړه د حملې د مخنيوي لپاره خوري، ځکه چې اسپرین د وینې د پرڼ کېدو په مخنیوي کې هم اغېزناکه پرېوځي.''

خو پوهانو په غوڅه توګه دا لا جوته کړې نه ده، چې رښتیا هم اسپرین د سرطان مخه نیسي.

همدارنګه، دوی وايي چې ډېر اسپرین خوړل جانبي عوارض هم لري، چې یو یې د معدې زخمي کېدل دي.

خو د اکسفورډ پوهنتون د څېړونکې ډلې غړی پروفیسر پیټر روتویل وايي وروستیو څېړنو ثابته کړې ده، چې اسپرین ښايي د سرطان د یوه ډول په کمښت کې مرسته وکړي.

وړاندې هم دغې ډلې ورته څېړنه کړې وه، چې په وینا یې اسپرین ایله په لسو کالو کې د سرطان د ناروغۍ په کمولو کې نتیجه ورکولی شي.

خو څېړونکې په دې باور دي، چې ښايي له درو تر پنځو کالو پورې اسپرین د سرطان پروړاندې خپل اغېز وښيي.

دغه څېړنه په ۵۱ پړاوونو کې پر ۷۷ زره کسانو ترسره شوې ده.

څېړونکو دا هم ویلي چې اسپرین نه یوازې د سرطان په مخنيوي کې ګټور پرېوځي، بلکې د انسان جسم ته د نورو ناروغیو د لېږد مخه هم نیولی شي.

له دې څېړنې اصلي موخه د زړه په ناروغیو کې د اسپرین د اغېز مالومولو لپاره وه.

څېړونکي زیاتوي، چې یو غوړپ اوبو کې (۷۵ تر ۳۰۰ ملي ګرامه) اسپرین څښل له درو کالو وروسته په سلو کې ۲۵ د سرطان د ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کولی شي.

دوی وايي که د پنځو کالو لپاره اسپرین وخوړل شي، د سرطان د ناروغۍ د مخنیوي ۴۷ سلنه احتمال رامنځته کېدای شي.

ورته مطالب