اروپا پر اسماء اسد بندیزونه لګول غواړي

اسماء اسد او بشار الاسد د انځور حقوق
Image caption اسماء اسد په برتانیا کې زیږېدلې ده.

په اروپايي اتحادیه کې دپلوماتانو ویلي، چې ددغې اتحادیې غړي حکومتونه د بشارالاسد پر ښځې اسماء اسد د بندیزونو لګول غواړي.

دغې اتحادیې ویلي چې سر له راتلونکې جمعې ورځې دې پر اسماء اسد بهر ته د سفر بندیز عملي شي.

اتحادیې دا هم ویلي، چې په اروپايي اتحادیې کې دې د هغې اېښودل شوې پیسې کنګل او د هغې په نامه دې هر ډول پېر او پلور ودرول شي.

دا بندیزونه - چې دا مهال د اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو موافقې ته اړتیا لري - تر هغه وروسته لګول کېږي، چې اسماء اسد د لوېديځو رسنیو ګرمه موضوع ګرځېدې وه.

اسماء اسد په برتانیا کې زیږېدلې ده.

د اسماء اسد له شخصي برېښنالیک په ځينو افشا شوو هغو کې -چې څو نسخې یې د برتانیا ګارډین ورځپاڼې ترلاسه کړې دي- د انټرنېټ له لارې د زرګونه ډالرو د راکړې ورکړې د معاملو اسناد فشا شوي دي.

ورته مطالب