فرانسوي پولیس وايي محمد مراح 'ووژل شو'

محمد مراح د انځور حقوق BBC World Service
Image caption الجزایری الاصله فرانسوی محمد مراح په فرانسه کې په ناترهګریزو فعالیتونو هم تورن دی.

فرانسوي چارواکو ویلي، چې په تولوس ښار کې د اوو کسانو قاتل اوس وژل شوی دی.

څارنوال ویلي، شکمن له کلابندۍ پایته رسېدو وروسته د ودانۍ له کړکۍ د ژوند تر وروستیو شېبو ډزې کولې.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کلاود ګینت خبریالانو ته وویل، چې له څو ساتته کلابندۍ وروسته اوس محمد مراح وژل شوی دی.

پولیس وايي، اوس هغې ودانۍ ته ننوتي، چې محمد مراح پکې سنګر نیولی و.

دوی وايي چې په دې عملیاتو کې درې پولیس سخت ټپیان شوي دي.

د اړیکې غوڅېدل

فرانسوي چارواکي وايي له هغه وسله وال سره ساعتونه کېږي هېڅ اړيکه نه شته چې د تلوسي په يوه اپارتمان کې کلابند دی.

په فرانسه کې په څو وژنو د تورن وسله وال او د ترهګرۍ ضد حکومتي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته دويمې ورځې ته غځېدلې ده.

د تلوسي په ښار کې په هغه ودانۍ کې د درندو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي چې کمانډو، وسله وال محمد مراح په کې کلا بند کړی دی.

له چاودنو سره سم په اسمان کې نارنجي رڼا هم خپره شوې ده. خبريالان وايي ښايي امنيتي ځواکونو د ودانۍ دروازه الوځولې وي او يا هم دغه چاودنې د مشکوک کس محمد مراح د وېرولو لپاره شوې وي.

محمد مراح په خټه الجزايری دی او په ورستيو ورځو کې د وژل شويو يهودي ماشومانو په ګډون د اوو کسانو د وژلو شک پرې کېږي.

راپورنه وايي په دې اړه خبرې روانې دي چې هغه په سوله يیز ډول ځان تسليمولو ته وهڅوي.

فرانس پرس خبري اژانس وايي، قاتل پولیسو ته ویلي، چې هغه د القاعدې ډلې غړی و.

فرانسوي چارواکو د برید په سیمه کې د نورو بریدونو د مخنيوي په موخه سختې تلاشۍ او عملیات پیل کړي دي.

۲۳ کلن الجزایر الاصله فرانسوی محمد مراح په فرانسه کې په ناترهګریزو فعالیتونو تورن و.

پر نوموړي دا ادعا هم شته، چې د القاعدې غړیتوب لري، او افغانستان او پاکستان کې یې ددې شبکې په فعالیتونو کې کار کړی دی.

ورته مطالب