افغانستان، پاکستان او امريکا درې اړخيزه غونډه بيا پيلوي

جاويد لودين د انځور حقوق Getty
Image caption راتلونکې اوونۍ به افغان مرستيال وزير جاويد لودين د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له سکرتر سره ويني

په اسلام اباد کې ديپلوماتانو او چارواکو بي بي سي ته وويل چې د امريکا، پاکستان او افغانستان درې اړخيزه غونډه به د مارچ په ٢٥ مه نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې بيا پيل شي.

په دغه غونډه کې به د پاکستان د بهرنيو چارو نوى سکرتر جليل عباس جيلاني، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جاويد لودين او د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانگړى استازى مارک گراسمن برخه اخلي.

په تاجکستان کې راتلونکې اوونۍ د نړۍ د نژدې اتيا هيوادونو او نړيوالو اداروکانفرانس جوړيدونکى دى چې پر افغانستان غږيږي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم دغه کانفرانس ته تلونکى دى .

د افغانستان، پاکستان او متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د مرستيالو وزيرانو د کچې غونډې په وروستي ځل تير کال د سپتمبر په مياشت کې شوې وې.

خو تر غونډې لږ وروسته په کابل کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني ووژل شو او افغان چارواکو يې پړه پر هغو خلکو واچوله چې د دوى په وينا په پاکستان کې پټ شوي دي.

کابل پر اسلام اباد فشار راووړ چې د برهان الدين رباني د وژونکو په پيدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.

که څه هم د برهان الدين رباني د وژنې د عاملينو د موندنې په برخه کې اسلام اباد وروسته د مرستو ژمنه وکړه خو درې اړخيزې خبرې تر اوسه پيل نه شوې.

په همدې ترڅ کې د امريکا اوپاکستان اړيکې هم د بيلا بيلو پېښو له امله خرابې شوې او اسلام اباد په وروستي ځل د ولسمشر اوباما ځانگړي استازي گراسمن ته اجازه ورنه کړه چې د خبرو لپاره ورشي.

ديپلوماتيکو سرچينو بي بي سي ته وويل چې پاکستان ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر په ترڅ کې ژمنه شوې وه چې له طالبانو سره د اړيکو او له هغوى سره د خبرو د اسانتيا په پيدا کولو کې به اسلام اباد مرسته کوي.

وروسته د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني په يوۀ بې ساري گام کې د افغانستان له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو نه غوښتنه وکړه چې د سولې خبروته غاړه کېږدي.

افغان طالبانو تر اوسه د ښاغلي گيلاني غوښتنې ته ځواب نه دى ويلى.

ورته مطالب