پر سومالیايي سمندري غلو د برید ماموریت وغځول شو

سومالیايي سمندري غله د انځور حقوق AFP
Image caption د اروپايي ټولنې نوې تگلاره د سمندري غلو په وړاندې د مبارزې په ستراتيژۍ کې د مهم اوښتون ښودنه کوي.

د اروپايي ټولنې د يوې نوې تگلارې له مخې د سوماليايي سمندري غلو بيړۍ، گاډي، پر وچې د هغوى د تېلو زېرمې او د دوى له لوري کارېدونکي ټولې وسيلې او توکي به د بريد مشروع موخې يا اهداف وگرځي.

د اروپايي ټولنې د نوې تگلارې موخه په سوماليا کې د سمندري غلو اډو ته د جگړې غزول دي.

د سوماليا په سمندرغاړو کې د اروپايي ټولنې د سمندري ځواکونو ماموريت تر ٢٠١٤ م کاله پورې وغځول شو.

دغې ټولنې همداراز د سمندري غلو د اډو اود هغوى د وسايلو د ويجاړولو يو بشپړ خو پټ پلان هم جوړ کړى.

د سمندري ځواکونو چارواکي بيا دا خبره ردوي چې گواکې دا سوماليا ته دننه د ځواکونو د ورليږلو په مانا ده.

د عدن په خليج کې د اروپايي ټولنې د سمندري ځواکونو قومندان اميرالبحر دنکن پات وايي، ځواکونويې د دغه پلان په جوړولو کې له خپلو سوماليايي متحدينو سره له نږدې کار کړىچې موخه يې د دۀ په وينا د سمندري غلو د کاروباو گډوډول دي.

اميرالبحر پات دا ومنله چې په دغو عملياتو کې بايد له خورا ځيرتيا او احتياط څخه کار واخيستل شي چې په ترڅ کې يې بې گناه کب نيوونکي په تيروتنه سمندري غله ونه بلل شي او دې لپاره ښه څارنه او کره استخباراتي مالومات مهمه لار ده.

د اروپايي ټولنې نوې تگلاره د سمندري غلو په وړاندې د مبارزې په ستراتيژۍ کې د مهم اوښتون ښودنه کوي.

اټکل دى چې د راتلونکې اوونۍ په پاى کې په بروکسل کې دغه گام ته له سياسي پلوه هم زرغون څراغ ور وښوول شي.

ورته مطالب