ریاض د قبرونو د پېژندلو برېښنايي سیستم جوړوي

سعودي عربستان د انځور حقوق
Image caption کورنۍ زياتره د خپلو مړو د پېژندلو لپاره د هغوی په قبرونو وړې ټوټې او د رنګونو سپرې وهي.

له سعودي عربستان راپورونه وايي چې په پلازمېنه رياض کې د مړو د قبرونو د پېژندګلوۍ لپاره برېښنايي سيستم جوړېږي.

د سعودي يوې ورځپاڼې وويل د رياض د يو شمېر هديرو په قبرونو به برېښنايي شمېرې ولګول شي.

په سعودي عربستان کې د مړو د قبرونو په سر د پېژندنې ډبرې ته د لګولو ته اجازه نه ورکول کېږي ان که هغه پاچا هم وي.

کورنۍ زياتره د خپلو مړو د پېژندلو لپاره د هغوی په قبرونو وړې ټوټې او د رنګونو سپرې وهي.

سعودي عربستان څو کاله مخکې د زړو قبرونو د هوارولو او پرځای یې د نورو هغو د جوړولو یو کمپاین هم پیل کړی و، چې بیا د خلکو له سختو نیوکو سره مخامخ شو.

ورته مطالب