عنان په مسکو او بېجينگ کې د سوریې حل لټوي

بشارالاسد او اسماء اسد د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر دې مهاله د سوري نظام پر ۱۲۶ ملاتړو او ۴۱ شرکتونو د بندیزونو لګولو اعلان شوی.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړی استازی کوفي عنان د یکشنبې په ورځ له روسي ولسمشر دیمتري مدویدیف او د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره د سوریې د تاوتریخوالي پایته رسېدو لپاره مسکو ته ځي.

خو د ولسمشر اسد ځواکونه وايي لومړی بايد ياغيان خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او ګاونډيان دې سوريې ته د وسلو او جنګياليو د ورتلو پرمخ خپلې پولې وتړي.

د سوريې د فعالينو ډلې وايي د تاوتريخوالي په تازه څپو کې لږ تر لږه اتیا کسه وژل شوې دي.

د دوی ډېری له ترکيې سره پر پوله د ادليب په ولايت کې له نيول کېدو وروسته وژل شوې دي.

د عنان ویاند احمد فوزي ویلي، دغه کوفي عنان له له مسکو وروسته پکین ته هم ولاړ شي، او هلته به د سوریې پر مسایلې له چیني چارواکو سره وغږېږي.

روسیې او چین پر تېره چهارشنبه د سوریې د تاوتريخوالي پایته رسېدو لپاره رایه ورکړه او له ولسمشر بشارالاسد او مخالفینو یې وغوښتل چې د عنان پلان سملاسي عملي کړي.

دوی پر سوریې د نیول شوو کسانو د خوشي کولو او بشري مرستو د پرېښودو غږ هم کړی دی.

بل خوا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په سوریه کې له پلټونکې ډلې سره د مرستې لاس اوږد کړی او وايي چې د ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې هلته ډېرې انساني ضد کړنې شوې.

اروپايي بندیزونه

بل پلو، اروپايي ټ،لنې پر سوري ولسمشر بشارالاسد او د هغه پر ښځې اسماء اسد د بندیزونو لګولو پرېکړه کړې ده.

د انځور حقوق
Image caption کوفي عنان د سوریې پر موضوع له مسکو وروسته پکین ته هم روان دی.

په بندیزونو کې د اسد د کورنۍ درې نور غړي او مور یې هم شامله

په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو ۲۷ غړو وزیرانو د اسد د کورنۍ پر ۱۲ ښځينه غړو اروپا ته د سفر د بندیز پرېکړه ومنله.

اتحادیې ویلي، چې ددغو ښځو د شتمنیو د کنګل کولو فیصله یې هم کړې، ځکه چې په وینا یې د سوریې په تاوتریخوالو کې یې لاس درلود.

تر دې مهاله د سوري نظام پر ۱۲۶ ملاتړو او ۴۱ شرکتونو د بندیزونو لګولو اعلان شوی.

د تېرې جمعې په ورځ هم پر دوو تیلي شرکتونو بندیز ولګول شو.

د امریکا متحده ایالتونو ددغو بندیزونو هرکلی کړی او دا یې د اسد د نظام د راپرځولو پروړاندې یو بل نړیوال ګام بللی دی.

ورته مطالب