د سارکوزي شتمني تر دوه میلیون یورو اوړي

نیکولاس سارکوزي د انځور حقوق AFP
Image caption ساغکوزي چې مخالفان یې "شتمن ولسمشر" بولي، په تېر نومبر کې خپل بانکي حساب ایله ۵۶ زره یورو اعلان کړ.

د فرانسوي ولسمشر نیکولاس سارکوزي شتمني له دوو میلیون او ۷۰۰ زره یورو اوړي.

نوموړی په اپریل کې ددویم ځل پراه د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ دی.

نوموړي د خپلې شتمنۍ راپور د اساسي قانون شورا ته وړاندې کړ چې د شنبې په ورځ په رسمي جریده کې هم چاپ شوی دی.

ساغکوزي چې مخالفان یې "شتمن ولسمشر" بولي، په تېر نومبر کې خپل بانکي حساب ایله ۵۶ زره یورو اعلان کړ.

راپورونه وايي چې سارکوزي ګڼ ارزښتناک څیزونه لري، لکه (اتوګراف، ګړۍ، او کوچنۍ لرغونې مجسمې) چې ارزښت یې نژدې ۱۰۰ زره یورو ښودل شوی دی.

داسې راپور هم شته چې نیکولاس سارکوزي هره میاشت د خپلې مخکنۍ ښځې سیسیلیا اتیاس زوی لوی سارکوزي ته درې زره یورو، او لومړنۍ ښځې ماري دومینیک کولیولي ته ۲۹۲۶ یورو ورکوي.