د دیک چیني د زړه عملیات شوي

دیک چیني د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption دیک چیني د امریکا پر اوسني ولسمشر بارک اوباما هم وخت – ناوخت نیوکې کړې دي.

د امریکا مخکنی مرستیال ولسمشر دیک چيني ته د یوه نامالوم خیرات ورکوونکي له خوا د زړه د عملیات لګښت ورکړل شوی دی.

د امریکا مخکني مرستیال ولسمشر دیک چيني ته د مصنوعي زړه عملیات شوی دی.

د نوموړي د زړه د عملیاتو ټول لګښت یوه نامالوم سړی ورکړی دی.

۷۱ کلن دیک چیني له ډېرې مودې راهیسې د زړه له ناروغۍ ځورېدلی دی.

د دیک چیني ویاندې کارا اهیرن ویلي، له تېرو شلو میاشتو راهیسې یې نوم د مصنوعي زړه تر لاسه کوونکو په لیست کې و.

اهیرن زیاتوي، دیک چیني اوس د ویرجینیا ایالت په اینووا فایرفاکس روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

تر قیامته مننه

نوموړې وايي، که څه هم نه دیک چیني او نه هم د هغه کورنۍ د خیرات ورکوونکي هویت پېژندلی، خو وايي چې تر قیامته یې مننه کوي.

دیک چیني د مخکني ولسمشر جورج ډبلیو بوش مرستیال و، په ۱۹۷۸، ۲۰۰۰، ۱۹۸۸ او ۲۰۰۱ کلونو کې څلور ځلې د زړه حملې لاندې کړی و.

پر دیک چیني د لومړي ځل لپاره په ۳۷ کلنۍ کې د زړه حمله راغله.

نوموړي په ۲۰۰۱ کال په یوه مرکه کې ویلي وو چې د زړه عملیات یې د ناروغۍ لنډمهاله درملنه کېدای شي.

پخوانی مرستیال ولسمشر د څه وخت لپاره د امریکا دفاع وزیر هم تېر شوی دی.

ده په ۲۰۰۳ کال د هغه وخت ولسمشر جورج بوش ته د بهرني سیاست په اړه ګڼې سلامشورې ورکړې دي.

له دې مشورو یوه هم په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان او په ۲۰۰۳ پر عراق د امریکا په مشرۍ بریدونه ول.

دیک چیني د امریکا پر اوسني ولسمشر بارک اوباما هم وخت – ناوخت نیوکې کړې دي.

خو تېر کال یې د اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته بارک اوباما وستایه.

تېر کال دیک چیني په خپل خپاره شوي کتاب "زما په وخت کې: شخصي او سیاسي یادښتونه" د بوش د واکمنۍ پر ځينو چارواکو نیوکې وکړې.

په دغو نیوکو کې د هغه مهال د بهرنیو چارو امریکايي وزیره او کولن پاول هم دي.

ورته مطالب