'په نیجر کې د ناورین راتلو وېره ده'

نیجر د انځور حقوق AP
Image caption په نیجر کې څلور سوه زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

خیریه اداره ''سیف د چلډرن'' وايي که په نیجر کې د خوراکي توکو مخ په خربیدونکي بحران لپاره په میلیونه ډالر ځانګړي نه شي نو ناورین به رامنځ ته شي.

نوموړې اداره وايي شپږ میلیون کسان وار دمخه په دغه هیواد کې د فصلونو د نه کېدو او خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله مرستو ته اړ دي.

د ''سیف د چلډرن'' مشر چې تازه له نیجر نه لندن ته راغلی بي بي سي ته ویلي داسې ماشومان یې لیدلي چې په خوارځواکۍ اخته دي او داسې کورنې یې هم لیدلې چې د خوړو هیڅ نه لري.

هغه وویل د خلکو د ژوند د ژغورلو په خاطر باید په بیړه مرستې وشي.

دغه راز د بي بي سي خبریال اندیو هارډینګ چې په نیجر کې یو روغتون ته ورغلی و په دې اړه په خپل راپور کې وايي:

د روغتون یوه لویه خونه له هغو ماشومانو نه د ډکیدو په حال کې ده چې د خوړو د کمښت له امله سخت کمزوري او خوارځواکه شوي دي.

په نیجر کې د خلکو ترمنځ لوږه نوې خبره نه ده هرکال په دغه وخت کې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ کیږي خو سږکال داسي ښکاري چې د لوږې شپې ورځې په ډیرې سختې تیرې شي.

د هیواد په شمال او سویلي کې کړکیچ روان دی ځکه نو فصلونه نه دي شوي او د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

بله خوا داسې اندیښې پیدا شوي چې ښايي په راتلوونکو څو میاشتو کې یوازې په نایجر کې څلور سوو زره ماشومان د نه خوړولو له امله په خوارځواکۍ اخته شي.

د نیجر حکومت هم په لومړي ځل منلي چې ستونزه شته ځکه یې له ملګرو ملتونو او نورو مرسته کوونکو سره یو ګډ پلان جوړ کړی چې د حالاتو د خرابیدو په صورت کې له خلکو سره مرسته وکړي.

خو هغه څه چې حکومت ورته په عاجله توګه اړتیا لري هغه پیسي دي چې خوراکي توکي پرې واخلي او د جون او جولای د میاشتې لپاره یې زیرمه کړي ځکه چې په دغو میاشتو کې په نیجر کې خوراکي توکي لږ او په ګرانه پیدا کیږي.

ورته مطالب