"په منځني ختیځ کې اعدامونه ډېر شوي"

 اعدام د انځور حقوق Mehr
Image caption راپور کاږي، په تېر زیږدیز کال کې، شاوخوا ۱۸ زره او ۷۵۰ کسان په اعدام محکوم شوي وو، چې لږترلږه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۶۷۶ یې اعدام شول.

د بښنې نړیوال سازمان یا "امنسټي انټرنېشنل" ویلي که څه هم په ځينو هېوادونو کې په تېر ۲۰۱۱ کې د اعدام پېښې کمې شوې، خو په منځني ختيځ کې بیا دا شمېره ډېره زیاته شوې ده.

دغه سازمان ویلي چې په ځانګړې توګه په عراق، ایران، سعودي عربستان او یمن کې د اعدام پېښې ان پنځوس سلنه ډېرې شوې دي.

سازمان د سه شنبې په ورځ (مارچ ۲۷) پخپل خپاره شوي راپور کې ویلي، په تېر یوه کال کې لږترلږه په عراق کې ۶۸، ایران کې ۳۶۰، سعودي عربستان کې ۸۲ او په یمن کې ۴۱ کسان اعدام شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د الجزایر، اردن، کویت، لبنان، مراکش او قطر چارواکو په تېر ۲۰۱۱ کال کې د اعدام پرېکړې کړې دي.

'د اعدام ټيټه کچه'

پر همدې مهال، د بښنې نړیوال سازمان پخپل کلني راپور کې ویلي، چې د تېرې لسیزې پرتله اوس د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې خلک یې اعدامول، د اعدام د پېښو کې کمښت راغلی دی.

راپور کاږي، په تېر زیږدیز کال کې، شاوخوا ۱۸ زره او ۷۵۰ کسان په اعدام محکوم شوي وو، چې لږترلږه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۶۷۶ یې اعدام شول.

امریکا کې د اعدام بېسارې پېښې

د انځور حقوق Getty
Image caption په راپور کې راغلي چې د الجزایر، اردن، کویت، لبنان، مراکش او قطر چارواکو په تېر ۲۰۱۱ کال کې د اعدام پرېکړې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې د تېر ۲۰۱۱ کال پرمهال، په امریکايي قاره کې یوازې امریکا ډېر خلک اعدام کړي دي.

په اعدام شوو کې ډېری یې زندانیان وو.

راپور وايي چې په اروپايي او له پخواني شوروي اتحاد جلا شوو هېوادونو کې د اعدام پېښې لږ وې.

دوی وايي چې په بیلاروس کې ایله دوه کسان اعدام شوي.

ورته مطالب