فرانسه یوسف قرضاوي ته ویزه نه ورکوي

سارکوزي د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر ساغکوزي لا د مخه يو ملا امام په نښه کړى چې بله مياشت به د فرانسې د اسلامي ټولنو په کنفرانس کې گډون ته نه پرېښودل کېږي.

د فرانسې ولسمشر نيکلا ساغکوزي وويل بله مياشت به په يوه اسلامي کنفرانس کې د گډون لپاره د هر هغه مسلمان ملا د ورتگ مخه ونيسي چې پېژندل شوى اورپکى وي.

دا اعلان د القاعدې له خوا د هڅېدلې يوه کس په لاس د فرانسې په جنوب کې د ويشتلو له دريو پېښو وروسته شوى دى.

ښاغلي ساغکوزي تېره اوونۍ هغه چا ته د سزا د ورکړې پلانونه په ډاگه کړل چې اسلامپالې وېبپاڼې گوري يا بهر ته د مذهبي تلقين لپاره ځي.

په پاريس کې د بي بي سي خبريال کرېستين فرېئزر په خپل رپوټ کې وايي:

ولسمشر ساغکوزي لا د مخه يو ملا امام په نښه کړى چې بله مياشت به د فرانسې د اسلامي ټولنو په کنفرانس کې گډون ته نه پرېښودل کېږي.

د هغه نوم شيخ يوسف القرضاوي دى چې په مصر کې لوى شوى خو په قطر کې اوسي.

دى د سني مسلمانانو په منځ کې په ډېرو پېژندل شويو څېرو کې راځي او د خبرو اترو د عربي پروگرامونو همېشنى گډونوال وي.

د انځور حقوق AP
Image caption شیخ یوسف قرضاوي ډېپلماتيک پاسيورت لري او فرانسې ته د ورتگ لپاره يې د ويزې اړتيا نشته.

دى ډېپلماتيک پاسيورت لري او فرانسې ته د ورتگ لپاره يې د ويزې اړتيا نشته، خو ولسمشر وويل چې پخپله يې د قطر امير ته ټېلېفون کړى او ورته ويلي يې دي چې د امام د ورتگ مخه نيول کېږي.

قرضاوي ته په ٢٠٠٨ کال کې برتانيا ته د ورتگ ويزه هم نه وه ورکړ شوې.

ولسمشر په چټکۍ سره هڅه کوي چې د وروستيو اوونيو پېښې او د هغو عواقب يې د بيا ټاکنې هلې ځلې اغېزمنې نه کړي. په اوونۍ پاى کې هغه د امنيتي ادارو دفاع وکړه چې د تولوسي توپکمار محمد مراح په مخنيوي کې د ناکامۍ له امله پرې نيوکې شوې دي.

ښاغلى ساغکوزي چې د کورنيو چارو د يوه سخت دريځي وزير په توگه نوم گټلى و، د تېرو څو ورځو په نظر سنجونو کې يو څه وړاندې شوى، خو لا هم د مې د شپږمې په مهمو ولسمشريزو سياليو کې له خپل سوسيالېست سيال فرانسوا هالنډ نه وروسته دى.

ورته مطالب