نړيوالو مشرانو د هستوي ترهگرۍ خبردارى ورکړ

جنوبي کوريا کې د اټومي امنيت غونډه د انځور حقوق Getty
Image caption سرمشريزه کې د نړۍ له هيوادونو نه غوښتل شوي چې د يورانيمو بډاينه او کارونه محدوده کړي

جنوبي کوريا کې د اټومي امنيت په دوه ورځنۍ سر مشريزه کې د نړۍ مشرانو په وروستۍ اعلاميه کې ژمنه وکړه چې د اټومي ترهگرۍ له گواښونو سره مبارزه کې به گټور گامونه پورته کړي.

د دغې سرمشريزې نيټه په ٢٠١٠ کال کې د ولسمشر اوباما له خوا ټاکل شوې وه.

د مشريزې په اعلاميه کې هستوي ترهگري د نړيوال امنيت په وړاندې يو تر ټولو قوي گواښ گڼل شوى خو د هستوي موادو ساتنه د نړيوالو سازمانونو نه بلکې ده هيوادونو کار دى.

ټولې هغه هڅې چې غواړي يو ډول نړيوال بنديزونه نافذ کړي بالاخره يې په وړاندې په ځينو هيوادونو او سيمو کې دا انديښنيې چې لوى او ستر طاقتونه د نړۍ د نورو هيوادونه په اټومي چارو کې مداخله کوي، نو د همدې انديښنو له کبله وه چې اوس په گډه اعلاميه کې يو ځل بيا په څرگندو ټکو راغلي چې د هستوي موادو د خوندي ساتلو شرايط په دې مانا نه دې چې د هغو هېوادونو مخه ونيول شي چې هستوي موادو ته د سوله ييزې موخې په غرض انکشاف ورکوي.

په دغه مشريزه کې د نړۍ له هيوادونو نه غوښتل شوي چې د يورانيمو بډاينه او کارونه محدوده کړي چې ور نه د اټومي بم په جوړولو کې کار اخستل کېږي.

په اعلاميه کې هغه يو شمير هېوادونه چې هغوى د هستوي موادو د غني کولو توان لري هڅول شوي چې د غني يورانيمو کارول د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې محدوده کړي، د بېلگې په توگه ور نه غوښتل شوي چې خپلې اټومي بټۍ کې لږ غني شوي يورانيم وچلوي په بل عبارت د ټيټې درجې غني شوي يورانيمو نه د سون توکيو په توگه کار واخلي.

په اعلاميه کې په هغو گواښونو چې له اټومي موادو نه پيښيدى شي عمومي خبرې شوي دي ښايي له دغو موادو نه په اصطلاح په چټلو بمونو کې چې هغه يوه لويه سيمه ککړوي کار واخستل شي.

خو بيا هم څه چې دغه مشريزه کولى شي دا دي چې د نړۍ هيوادونه تشويق شي چې د هستوي موادو دخوريدا مخه ونيسي او هغه هېوادونه چې اټومي مواد توليدولى شي د هستيوي وسلو د امنيت په اړه نړيوال منشور لاسليک کړي.

خو دغه مشريزه ډيره د ايران او شمالي کوريا د هستوي فعاليتونو تر اغيز لاندې وه له دې کبله گرانه وه چې ورنه يوه پخه نتيجه ترلاسه شي. په دې اړه بله سرمشريزه په ١٠١٤ کال کې په هالند کې جوړيدونکې ده.

ورته مطالب