'د ناټو اکمالاتو ته لار پرانیستل 'اسلام ضد' عمل دی'

د ناټو اکمالاتي توکي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ناټو د اکمالاتي لارې په تړلو سره پاکستان له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د پاکستان د دیني عالمانو یوې ډلې پخپله فتوا کې ویلي چې افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د اکمالاتي توکو لپاره د ځمکنۍ لارې پرانیستل د اسلام پرضد عمل دی.

دا فتوا داسې مهال شوې، چې د پاکستان پارلمان ته د ناټو ځواکونو اکمالاتي توکو په اړه د پرېکړې اختیار ورکړل شوی دی.

پاکستان په تېر نومبر کې وروسته تر هغه د ناټو اکمالاتي توکو پرمخ خپله ځمکنۍ لار وتړله، چې ناټو ځواکونو پر ګډه پوله ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل.

له تېرې څه مودې راهیسې پاکستاني مذهبي ډلو افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتي توکو د لېږد پرضد کمپاین پیل کړی دی.

تېره ورځ ناوخته هم د پاکستان له پارلمان بهر ددغو ډلو سلګونه پلویانو مظاهره وکړه.

د پنځوسو مفتیانو په فتوا کې اسلامپاله ډلو خبرداری ورکړی چې په زور به د ناټو ځواکونو د اکمالاتو پرمخ لار وتړي.

دا لومړی ځل دی چې پاکستاني عالمان د ناټو پرضد ځواکونو لپاره د اکمالاتي توکو لپاره لار پرانیستل د اسلامي شریعت خلاف عمل بولي.

د 'سُني اتحاد شورا' د عالمانو په فتوا کې ویل شوي چې افغانستان کې د بې ګناه وګړو په وژنه کې له لاس لرونکو ایتلافي ځواکونو سره هر ډول همکاري د شریعت خلاف کار دی.

فتوا کې ویل شوي له امریکايي او ناټو ځواکونو سره د همکارۍ پرځای، باید پاکستان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې کوښښ وکړي.

د پاڼ او پړانګ ترمنځ

د ناټو د اکمالاتي لارې په تړلو سره پاکستان له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

له یوې خوا پر دغه هېواد د امریکا فشار دی، چې اکمالاتي توکو ته یې لار پرانیزي، خو له بل پلوه پرې د اسلامپالو ګواښونه دي، چې دا لاره باید تړلې پاتې شي.

ورته مطالب