لوېديځ د سوریې د سولې په خبرو 'شکمن' دی

کوفي عنان او بشارالاسد د انځور حقوق AP
Image caption د ملگرو ملتو د امنيت شورا د مخکنۍ پرېکړې خلاف چې روسيې او چين ويټو کړې وه، د کوفي عنان پلان له ولسمشر اسد نه د استعفى غوښتنه نه کوي.

د سوريې د ولسمشر بشارالاسد له خوا په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي د پايته رسولو لپاره د ملگرو ملتو او عربي ټولنې د ځانگړي استازي کوفي عنان د طرحې منلو په امريکا کې دومره هيلې نه دي ټوکولې.

د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل د بشارالاسد له خوا د لويو ژمنو سابقو ته په پام سره به اوس قضاوت دده د وينا له مخې نه، چې د عمل له مخې کېږي.

آغلې کلنټن په سوريه کې د سملاسي اوربند او د مرستو ورتگ ته د اجازې غوښتنه وکړه.

د بي بي سي خبريال جيريمي بوېن په دې اړه خپل رپوټ کې وايي:

پوښتنه اوس داده چې آيا ولسمشر اسد د وخت لپاره لوبه کوي او که رېښتيا غواړي چې په سوريه کې د تاوتريخوالي د پايته رسېدو لار وموندل شي.

ددې مانا به دا وي چې مخالفو ډلو ته تېرېدنې وشي، هغو ډلو ته چې اوس ښې وسله والې دي او په تېر کې ده د بهرينانو له خوا د سمبالېدونکو اورپکو په نامه غندلې دي.

د کوفي عنان په پلان کې د سوريانو په مشرۍ د يوه هر اړخيز سياسي بهير، د ټپيانو د درملنې او د بشري مرستو د رسونې لپاره د ملگرو ملتو تر څار لاندې هره ورځ د دوه ساعته اوربند او دغه راز له ښارونو او کليو څخه د عسکرو او درنو وسلو د ايستلو خبره کېږي.

پلان دغه راز له مخالفينو نه هم د جگړې د درولو، د بې پوښتنې نيول شويو ولسي وگړو د پرېښودو او دغه راز د سوله ييزو غونډو د جوړېدو او د ژورنالستانو لپاره د آزاد تگ راتگ غوښتنه هم کوي.

کوفي عنان د سوريې حکومت ته په استولي ليک کې له هغه نه د خپلو نويو ژمنو د پوره کولو غوښتنه کړېده، لکه هغسې چې يې وياند احمد فوزي وايي:

"د حلوا خوند په خوړلو معلومېږي او موږ هيله من يو چې توپپر به په دې کې وي چې په پاى کې ډزې، تاوتريخوالى، وينبهېدنه او د بشري حقونو ځپنه ودرېږي."

د انځور حقوق AFP
Image caption آغلې کلنټن په سوريه کې د سملاسي اوربند او د مرستو ورتگ ته د اجازې غوښتنه وکړه.

د ملگرو ملتو د امنيت شورا د مخکنۍ پرېکړې خلاف چې روسيې او چين ويټو کړې وه، د کوفي عنان پلان له ولسمشر اسد نه د استعفى غوښتنه نه کوي.

پلان يادونه کوي چې که په بشپړ ډول پلى نشي، امنيت شورا به پر يو شمېر "نا ويل شويو" اقداماتو غور وکړي. دا ځاى په لوى لاس همداسې تت پرېښودل شوى چې د روسيې ملاتړ تر لاسه شي.

خو دا پر ولسمشر اسد او رژيم يې نور فشار برېښي چې هغه يې له پامه غورځول ناشوني بللي دي.

دا چې پلان به پلى کېږي او که نه، دا بيا بله خبره ده.

ورته مطالب