ډاکټرانو امریکايي ته نوی مخ، غاښونه، ژبه او ژامه ولګول

ریچرډ نوریس
Image caption ریچرډ نورېس ۱۵ کاله له خلکو ګوښه اوسېده، او د راوتلو پرمهال به یې خپل مخ په ماسک کې پټ ساتلی و.

يوه امريکايي سړي ته نوى مخ، غاښونه، ژبه او ژامه لگول شوي چې ډاکټران وايي د مخ د پيوند دومره پراخ عمليات پخوا هېڅلکه ترسره شوي نه دي.

دا سړى چې ريچارډ لي نورېس نومېږي، له کله نه چې پنځلس کاله دمخه يې د ډزو په يوه پېښه کې څېره ويجاړه شوه، له خلکو گوښى اوسېده.

ډاکټران وايي چې دى د تېرې اوونۍ له ٣٦ ساعته عملياتو څخه په ښه ډول د راوتو په حال کې دى او لا وختي ددې جوگه شوى چې خپل غاښونه ومينځي او ږيره وخريي.

په میريلانډ پوهنتون کې ۳۷ کلن ریچرډ نوریس ته دا عملیات شوي دي.

نوموړی ټيک پنځلس کاله له خلکو ګوښه اوسېده، او د راوتلو پرمهال به یې خپل مخ په ماسک کې پټ ساتلی و.

د نورېس د جراحۍ لګښت د امریکا پوځي ځواک پرې کړی، او تمه ښيي چې دا کار دوام ومومي او افغانستان او عراق کې دا ډول ټپیان پرې ورغېږي.

د جراحانو مرش اډوارډ رودریګز وویل، دغو عملیاتو نورېس ته نوی ژوند ور په برخه کړ.

نوموړی زیاتوي، له دې عملیات هدف د هغه د مخ د څېرې بېرته رغول وو.

تر دې وړاندې په لومړي ځل فرانسه کې په ۲۰۰۵ کال د یوې ښځې مخ ولګول شو.

دا ښځه یوه سپي خوړلې وه.

ورته مطالب