لېونحاله پیلوټ الوتکه بېړنۍ ناستې ته اړ کړه

پیلوټ د انځور حقوق AP
Image caption له بېړنۍ ناستې وروسته پیلوټ عاجلو طبي ازموینو ته وړل شوی.

د امريکا د کورنۍ الوتنې پر مهال يوه الوتکه د يوې روغتيايي پېښې تر رامنځته کېدو وروسته چې د اړوند هوايي شرکت - ''جېټ بلو'' په وينا، پيلوټ پکې ښکېل و، په بيړني ډول کوزه شوه.

سپرلۍ وايي پيلوټ په زور له خپلې څوکۍ پورته کړى شوى چې دروازه يې په سوکانو وهله او له خولې يې بې مفهومه خبرې وتلې.

ځينې وايي چې د "بم" ټکى يې ياداوه.

وروسته د سړيو يوې ډلې پيلوټ پر مځکه نسکور کړ.

لاس ویګاس ته تر رسېدا وروسته د الوتکې یوه مسافر ډېوېډ گونزالېس د اې بي سي خبري چينل ته د پېښې نکل وکړ: ''په الوتکه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نژدې ۱۳۰ مسافر وو، موږ هېڅ تمه نه لرله چې زموږ په الوتنه کې به دا کار کېږي.''

د ''جېټ بلو'' شرکت الوتکه چې له نیویارکه لاس ویګاس ته روانه وه، د نیوادا ایالت په اماریلو هوايي ډګر بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

شرکت وویل چې ګني پیلوټ روغتیايي ستونزه لرله.

د انځور حقوق
Image caption ډېوېډ ګونزالېس: ''په الوتکه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نژدې ۱۳۰ مسافر وو، موږ هېڅ تمه نه لرله چې زموږ په الوتنه کې به دا کار کېږي.''

د اماریلو ګلوب- نیوز خبري اژانس وېبپاڼې ویلي، پیلوټ له خپلې څوکۍ پورته شو او د ''عراق، القاعده، ترهګر، ټول وژل کېږو'' چیغې یې وهلې.

یوې مسافرې سي ان ان خبري اژانس ته ویلي''مسافرو د پیلوټ د ارامولو هڅه وکړه، او د الوتکې په مخکنۍ برخه کې یې هغه راکابو کړ.''

د امریکا د کورنۍ الوتنې ادارې ویلي مرستیال پیلوټ هم د پیلوټ په دې کړنو هک پک پاتې و.

یادې ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي ''... د الوتکې له کښېناستو وروسته سیمه ییزو چارواکو پیلوټ د طبي درملنې لپاره عاجلې څانګې ته یووړ.''

دوی وايي چې د پیلوټ په روغتیايي حالت کې بدلون راغلی دی.

ورته مطالب